په لوبه کې د لوبغاړو ضد او جذبې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
سپورټ یاران

په کرکټ او د ورزش په نوره نړۍ کې لوبغاړو ته تل د نېکو، غوره اخلاقو او ښه سلوک توصیه کېږي.
ډېری ورزش ماهرین او مبصرین وایي چې له ورزش سره اخلاق ډېر مهم دي او که له ورزش سره اخلاق نه وي، که لوبغاړی څومره پیاوړی او تکړه شي، خو د خلکو او ورزش مینوالو ورسره بیا نه لګېږي.
له ورزش وراخوا عام ژوند کې اسلام په اخلاقو ډېر ټینګار کړی او هغه یې د خلکو لپاره زینت یا ښکلا او سرمایه بللې ده.
خو د تاکید او اصولو سربېره لوبو کې بیا هم د لوبغاړو لخوا ځېنې داسې حرکات ترسره کېږي، چې هم یې په حریف دغه حرکات ښه نه لګېږي او هم یې د مینوال له پامه بد راځي.
په ډېری نړیوالو لوبو کې داسې حرکات ترسره شوي، چې بیا وروسته په لوبغاړو خلکو بد ویلي دي.
رابه شو، د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ کې ۱۱ مې لوبې ته، بست ساتونکو  او مِس عېنک اتلان دې لوبه کې سره مخ شول.
مِس عینک اتلانو د شهزاد محمدي د سلیزې پرمټ ۱۸۸ منډې وکړې؛ خو دې لوبه کې د شهزاد عمل د ډېرو کرکټ مینوالو او هم د مقابلې لوبډلې د خوا بدۍ سبب شو.
کیسه داسې وه، چې شهزاد محمدي د سلیزې په وهلو سره د ګلبدین نایب سټایل وکړ او هغه ته یې زور وښود.
ګلبدین هغه مهال ځان غلی ونیو او د شهزاد پر وړاندې یې کوم غبرګون ونه ښود.
خو په وروستیو کې ګلبدین نایب په منځنۍ برخه کې لوبډله ښه رهبري کړه، په ۲۶ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله او ناسوځېدلی له لوبغالي څخه په بري سره ووت.
کله ګلبدین نایب چې کله لوبه وګټله سخت عکس العمل یې وښود او شهزاد څخه یې د اکشن په غچ اخیستلو کې سختې چیغې ووهلې.
اوس د کرکټ ډېری افغان مینوالو د کرکټ بورډ په هغه پوسټ په دواړو نیوکې کړي او د دواړو دا عمل یې غندلی دی.
ځېنو کسانو بیا د دواړو دا ډول عمل د تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پرمهال لوبو ته منسوب کړی، چې ګواکې ډېری لوبغاړو هغه وخت د ګلبدین نایب ننګه نه کوله او افغان لوبډلې ۹ لوبې وبایللې.
په کرکټ کې د هغو لوبغاړو یادونه ډېره شوې، چې هغوی  کمزوري اخلاق لري او د لوبغاړو لپاره اصول شته، که له هغې پښې اړوي جرمانه کېږي.
خو ګورو چې کرکټ بورډ دې برخه کې کومه جرمانه له لوبغاړو اخلي.
د غوره اخلاقو لوبغاړو نومونه هم په کرکټ کې ډېر یادېږي، د ویسټ انډیز برین لارا د اخلاقو جایزه اخیستې، د نیوزیلېنډ ډانیئل وېټوري دوه ځلې د غوره اخلاقو لرونکي لوبغاړي جایزې اخیستي.
د نړۍ په کچه اوس هم د کېن ویلیمسن، ایئن مورګن، کرېس ګېل او نورو لوبغاړو د غوره اخلاقو کېسې کېږي.
لنډه دا هغه لوبغاړي چې خپل احساسات د لوبې پرمهال کابو کړي او نرم و اوسي، د خلکو هم خوښېږي، د مینوال هم خوښېږي او د کرکټ له نړیوالې شورا سره یې هم ځانګړی ځای وي.
نو افغان لوبغاړو ته هم پکار ده، چې له ضدو ضد بازۍ تېر شي او په مثبتې طریقې سره خپل احساسات څرګند کړي.
shahh.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.