لينا علم د لومړي ځل لپاره په امريکايي سېنما کې رول ادا کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم د لومړي ځل لپاره د مجازي نړۍ له لارې په امريکايي تياتر کې رول ادا کړ.

پدې پروګرام کې چې د بدلون په نامه وو، لينا د يوې مور په حيث مرکزي رول اجرا کړی دی، چې د امريکايي ښځينه ډايرکټرې ريچل لاپل له لورې نوشته سوی او ډايريکټ سوی وو.

پدې ننداره کې په کرونايي حالت کې د يوې امريکايي کورنۍ اقتصادي ژوند څېړل سوی ،لينا پکښې د روزي په نامه د داسې امريکايي ښځې رول اجرا کړی چې هم ناروغه ده او هم بې دندې ده.

د بدلون په نامه ننداره کې شپږو کسانو مرکزي او ۷ کسانو فرعي رولونه اجرا کړيدي.

20210401 2026561925484221942946951 لينا علم د لومړي ځل لپاره په امريکايي سېنما کې رول ادا کړ
لينا علم دا ننداره د ځان لپاره يوه تجربه او ننګونه بللې،ددې په خبره هنري ډلې د ۲ مياشتو راهيسې د رول په تکرار او ډيالوګونو په زده کولو بوخت وو،چې په پايله کې يې ننداره په انلاين ډول بريالۍ ترسره کړه.

دا افغانه هنرمنده تردې وړاندې په ۲۰۱۸ز کې د المان په يوې سېنمايي ننداره کې مرکزي رول ادا کړ او دا يې دويم ځل دی چې په نړيوالو معتبرو سېنماوو کې بريالی رول ترسره کوي.

20210401 2027052395935066675587157 لينا علم د لومړي ځل لپاره په امريکايي سېنما کې رول ادا کړ

لينا علم ويلي چې وروستۍ ننداره يې ۱۱۵ دقيقې وه چې د خلکو له تود هرکلي او پراخ تشويق سره مخ سوېده.

لينا د ۵ بهرنيو ډايريکټرانو سره کار کړی،چې مسعود اطيابي له ايرانه، مکس واکر له اسټراليا څخه،شوستر د المان څخه او ريچل لاپل د امريکا څخه يادولای سو.