لیکنه: نوید صهیب
ژوند لکه ګلاب داسې دی، هره پاڼه یې یو خیال او هر اغزی یې یو حقیقت، دا ډیره اسانه ده چې له نورو سره مینه وکړې؛ خو دا ډیره سخته ده چې نور له ځان سره په مینه کولو مجبور کړې. که غواړې خوشاله ژوند ولرې، د کینې زړي د له زړه وباسه! نرم او ښایسته اخلاق د تلو لپاره یوازینۍ لاره او ریښتینولي د تفاهم او اړیکو ژبه وګرځوه. ښه خوی او نېک سیرت د زیتون د ونې په څېر دي چې ورو ورو لویېږي مګر بیخي ډیر عمر کوي.
د هغه چا د تېر ایستلو هڅه مه کوه څوک چې مینه درسره لري، په زړه کې یې اوسې او پام درباندې کوي، کیدای شي د هغه له فراق وروسته ډیر ژر په دې پوی شې چې تا د ستورو د شمېرلو په وخت سپوږمۍ ورکه کړې او سترګې د ځیر نکوي !
سترګې د عقل کړکۍ ندي؛ خو عقل د سترګو دروازه ده، فکر د عقل لپاره د تیارې او رڼا په مثال دی، که د فکر تیاره ۇ عقلي بصیرت دې خپل اهمیت بایلي او لید ورباندې نشې کولی، که د فکر رڼا ؤ خامخا به عقلي ځیرتیا هم ولرې. ډیر کله یو ډیر ښکلی انسان د هغه د فکري بدرنګۍ په وجه د سړي لپاره د نفرت وړ وي؛ خو هېڅکله بیا داسې نه ده پېښه چې یو کس چې په افکارو یې تا زړه بایللی وي، د جسمي بدرنګۍ په وجه دې له هغه سره خپله مینه او اړیکه پرې کړې. ځکه خو فلسفه وایي: »ښکلا عقلي احساس دی، او عقل د ظواهرو اتباع نه مني«…
که د یو چا ظاهري ښکلا سترګې ورجلبوي؛ خو اخلاق او ښه خوی په زړونو د راج کولو هنر دی. د ښکلا لپاره هڅه وکړه، ښایسته باهنره ژونده کوه، ښایسته خبرې کوه، په چوپتیا کې د ځان لپاره ښکلا ولټوه، او د نورو له زړونو او احساساتو سره نرم چلېږه، د بورې یوه وړه کاچوغه د ټول ګیلاس چای خوند وربدلوي، یوه وړه خبره او دریځ د انسان ټول شخصیت انځوروي، یوه وړه خبره
کولای شي ستا په اړوند د خلکو اندونو ته بیخي ډیر تغیر ورکړي. هغه خلک چې زموږ ژوند ته داخلېږي؛ ځینې یې داسې راځي او تیرېږي لکه د قمر/کاڼي په سر د باران اوبه، راشي او لاړ شي، نه یې کوم اثر پاتې شي، نه ګلان شنه کړي او نه میوې ترې وشي. ځینې بیا داسې تیرېږي لکه د شاړې ځمکې په سر له کلونو د وچ کارېز اوبه چې مخکې ترې یوازې وچ او تندې ځپلي فصلونه پراته وي، وروسته تر شا شنه بخملین چمنونو او اوبدلي باغونه پرېږدي. ځیني بیا د بې مهاره سېلاب په څېر راشي، آبادۍ ونړوي، څاروي ووژني او انسانیت وکړوي/وځوروي… همدغه د تلو راتلو له تسلسل څخه د ژوند کیسې جوړېږي، بې اثره هېریدونکې، خوږې او په زړونو منقشې، سختې او ورانوونکې…