خپل ځانته دا دروغ مه وایئ، ترڅو پرمختګ وکړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښایي ډېر کله مو د ځان په اړه فکر کړی وي، چې کوم لاملونه د دې سبب شوي، هغو څیزونو ته، چې غوښتل مو نه یاست رسېدلي، په ډاډ سره ویلی شم، چې ډېر زیات تصور به وکړئ او ډېری یې هغه دروغ دي، چې د نه بریالیتوب په موخه د ځان د قانع کولو لپاره یې خپل ځانته وایئ. د خلکو په نه بریالیتوب کې، له بهرنیو لاملونو څخه تر ټولو مهم لامل همدا موضوع ده.
لومړی دروغ: زه یو ډېر مهم انسان یم
کله چې له ځان سره فکر کوئ، چې ډېر مهم انسان یاست، په حقیقت کې، له واقعیت سره د مخامخ کېدو فرصت له ځانه اخلئ، همدا احساس د دې سبب ګرځي، ترڅو هېڅکله د خپلې هوساینې او آرامتیا له ټکي څخه را بهر نه شئ او نړۍ ته یوازې له خپلو سترګو څخه وګورئ، نه هغه څیزونه، چې نور یې ویني. د مهم اوسېدو احساس د دې سبب کېږي، هغه افراد، چې تاسو ته راپور درکوي، له ځانه ټیټ ووینئ. تاسو د فکر په دې بڼې سره به داسې احساس وکړئ، چې له نورو څخه جلا یاست او هېڅکله نباید ماتې وخورئ، نو له دې امله به هېڅکله هڅه ونه کړئ او نه به هم د سختو او ستونزمنو کارونو لور ته ورشئ، پرځای د دې، چې فکر وکړئ، مهم کس یاست، هڅه وکړئ، چې د مهمو کارونو په ترسره کولو باندې تمرکز وکړئ.
دویم دروغ: زه نه شم کولای
ډېری خلک د خپلو نه وړتیاوو له امله د اندېښنې او خپګان احساس کوي، خو واقعیت دا دی، چې نور خلک هم ستاسو په څېر دي او که چېرې تر اوسه پېښه نه ده رامنځته شوې، یانې نور هم ستاسو په څېر کمزوري دي، که چېرې ډاډمن واوسئ، چې کوم څوک به په راتلونکې هغه کار ترسره کړي، نو غوره ده، چې هغه کس یوازې تاسې واوسئ، بهانې نورې پای ته ورسوئ او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ.
درېیم دروغ: دا کار پایله ( نتیجه ) نه ورکوي
که چېرې کوم کار او یا کوم څه مو تر اوسه پورې نه یې ازمویلی، نو نه پوهېږئ، چې پایله ورکوي او که نه، راتلونکې تراوسه پورې نه ده راغلې او تاسو ۵۰ سلنه د بریالي کېدو چانس لرئ، دا تاسو یاست، چې خپله راتلونکې جوړوئ. د کار پایله ورکول او یا نه ورکول ۵۰ سلنه دی، خو که چېرې هڅه ونه کړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې پایله به وانخلئ.
څلورم دروغ: زه یو … فرد نه یم
د پورته عبارت په تش ځای کې کولای شي، لکه: د قوي، با استعداده او دې ورته نورې کلمې ځای پرځای شي. مه هېروئ، چې تاسو په هڅه کولو سره، کولای شئ، په هرڅه باندې چې غواړئ، بدلېدای شئ. تاسو کولای شئ، چې د خپل ژوند تګلوری وټاکئ، په حقیقت کې تاسو د خپلې خوښې وړ شخصیت باندې د بدلېدو لپاره هېڅ محدودیت نه لرئ، مګر دا چې برخلاف یې د ځان لپاره تلقین کړئ.
پنځم دروغ: ځکه
د ځکه له کلمې څخه ګټه اخیستنه ستاسو د لټۍ او ټنبلۍ ښکارندویي کوي. د ځکه کلمه د یوې ژغورونکې کښتۍ په څېر ده، چې له تاسو څخه د هرڅه د ازمویلو فرصت اخلي. ډېر آسانه کار دی، چې په خپل ذهن کې د هرڅه لپاره یو دلیل جوړ کړو او خپل نه بریالیتوب ته په هغه پورې تړاو ورکړو، خو ډېری وخت د هرڅه تر ټولو ستر دلیل په خپله یو او هغه دروغ، چې خپل ځانته یې وایو.