ملګرو ملتونو ته په هند کې د افغان پناه غوښتونکو ليک.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
په هند کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو سرمنشي او د اروپايي ټولنې رئيس ته ليک لېږلی.
دې پناه غوښتونکو له دواړو ادارو غوښتې چې ددوی د پناه غوښتنې په اړه دې سر وګرځوي او د پناه غوښتونکو پر عالي ادارې دې فشار وارد کړي.
دوی وايي چې ژوند يې د جنګي اسيرانو په څېر دی،د ژوند لپاره لومړنۍ اسانتياوې نه لري او ماشومان يې له زده کړو بې برخې دي.
په نوي ډهلي کې يو شمېر افغانانو اعتراضيه غونډه کړې او پر سپينو کاغذونو يې د خپلې بې وسۍ او ستونزو اړوند يو لړ شعارونه او جملې ليکلې دي.

دوی وايې ډېر ځلې يې د پناه غوښتونکو عالي ادارې ته خپل شکايتونه وړاندې کړې خو هغوی ورسره نه مرسته کړې او نه يې هم مالوم ځواب ترلاسه کړی.

افغان کډوالې شاه پري د بې بې سې سره په مرکه کې ويلي چې کابو ۹ کلونه کېږي چې په هند کې ژوند کوي نه يې څوک ږغ اوري او نه هم ورسره مرسته کوي،ددې په خبره نه د خوراک لپاره خواړه سته او نه هم د کورونو د کرايې وس لرو،د کرونا په راتګ سره مو ژوند له بدمرغيو ډک سويدی.

افغان کډوال وايي تر څلوېښت زرو ډېر افغانان د کلونو راهېسې په دې انتظار دې چې يوه ورځ به د هندوستان طابعيت ترلاسه کړي او ددې هيواد د وګړو په حيث به ومنل سي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د خبر له مخې تر اتيا ميليونه ډېر انسانان د جګړو او تاوتريخوالې له امله د خپلو هيوادونو څخه مهاجر دې چې د هغو له ډلې يې يوازې ۱۰ ميليونه سږکال مهاجر سويدي.