لبنان کې د ترټولو خونړۍ چاودنې لامل څه دی؟ وروستی حال یې ولولئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د لبنان چارواکي وايي په بیروت کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د مړو شمیره شاوخوا ۷۸ کسانو ته رسیدلی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې په دې پيښه کې تر ۴ زرو پورې کسان ټپيان شوي هم دي.
د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې ویلي چې ډیر خلک د چاودنې له امله رامنځته شوې اور لګیدنه کې ټپيان شوي دي.
اټکل شوی چې د قربانیانو شمیر به خورا لوړ شي، ځکه ویل شوي چې ډیره ستره چاودنه شوې او ګڼ کسان لادرکه دي.
یادې زورورې چاودنې د لبنان پلازمینه بیروت ، پرون ماښام مهال ولړزاوه.
ویل شوي چې چاودنه دومره خطرناکه وه چې تر لس کیلو متره پورې خلکو د کور ښيښې یې ماتې کړي، خلک یې ژوبل کړي او درانه غږ یې خلک سخت زیانمن کړي دي.

خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لومړی لوګي او اور پورته کیږي، ورپسې یو خطرناک درز کیږي چې له امله یې هر څه خاموش او یوازې اور خلک، ځایونه او کورونه سوځوي.
د لبنان حکومت ویلي دا چاودنه ممکن د چاودیدونکو توکو د چاودنې په پایله کې رامینځته شوې وي چې له ډیرې مودې راهیسې د بیروت په بندر کې په یوه ګودام کې ساتل شوی ول.
د لبنان ټلویزیوني شبکې LBCI لومړیو کې یوه راپور کې ویلي ول چې د پرون ورځې چاودنه د بیروت په بندر کې ممکن د سوډیم نایټریټ (کیمیاوي مرکب) د چاودنې له امله شوې وي چې یوکال دمخه دلته جمعه شول ول.
تر اوسه رسماً ددې پيښې د څرانګوالي په اړه نور څه نه دي ویل شوي.
ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د یوې وړې دروازې د ویلډینګ کولو پرمهال اور خپور شوی او دې موادو ته رسیدلی چې په پایله کې یې داسې یوه فاجعه رامنځته شوې ده.

د لبنان لومړي وزیر ویلي چې ددې پيښې له عاملینو سره به سخت چلند وکړي.
نن ورځ په دغه هیواد کې ملي ماتم هم اعلان شوی دی.
لومړي وزیر حسان دیام نن سهار د پيښې په اړه یوه کنفرانس کې ویلي چې ټول دوست هیوادونه دې ورسره ودریږي او له خپلو خلکو یې هم غوښتي چې دې لوی مصبیت کې یووالی وساتي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.

2 Comments

  1. اول لژ اور بل ودوهمه چاودنه د يو را کيټ په زريعه رامنځ ته کيزي ويديو راسره سته

  2. اول لژ اور بل ودوهمه چاودنه د يو را کيټ په زريعه رامنځ ته کيزي ويديو راسره سته

Comments are closed.