کوم کارونه چې تاسو ته لومړيتوب لري او مهمه دي، خو هغه وخت کې بل څوک تاسو ته خنډ ګرځي، نو باید تاسو هغه وخت کې د دې ځواک ولرئ چې “نه” ووایاست.
ځینې کارونه او وختونه انسان ته ډېر ارزښت لري چې پرته له هغه انسان بل څه په هکله فکر هم نشي کولی< نو “نه” ویل باید زده کړو ترڅو مو د ارزښتونو په مخ کې څوک ونه درېږي.
د خپل د ژوند شېبه شېبه وخت څخه باید سمه ګټه پورته کړو؛ ځکه کوم وخت چې موږ له لاسه ورکوو هغه بېرته نشو ترلاسه کولای، نو د دې لپاره که څوک غواړي ستاسې وخت بې ځایه در ضایع کړي نو موږ یې خپله باید مخنیوی وکړو.
هېڅکله بل چاته باید اجازه ور نه کړو چې زموږ ارامتیا زموږ څخه واخلي؛ که څوک زموږ څخه ډېرې طمعې لري هغه باید په سم ډول او په “نه” ویلو پوه کړو چي زموږ څخه طمع ونه کړي.
حق غوښتل کيږي نه< بلکې ترلاسه کیږي. هېچاته باید دا اجازه ور نه کړو چې د بل چا یا زموږ حق راڅخه واخلي؛ تل باید په خپل فکر کې واوسو او د بې ځایه کارونو پر وړاندې “نه” ویل زده کړو.
ځینې انسانان شته چې هېچاته “نه” نشي ویلای، هر څوک چې هر څه ورته ووایي مني یې او خپل کار پرېږدي د هغوی کارونه ترسره کوي، همدا لامل کېږي چې ورو ورو زموږ څخه خپل کارونه پاته کېږي، خو کله چې مو ځانته پام شي ډېر وخت تېر وي، چې هغه وخت پرته له پښېمانۍ بل څه نشو کولای.
که د “نه” ویلو توان ونه لرو نو هېڅکله رښتیا هم نشو ویلای او په خپل ځان مو باور هم کمېږي.
هېڅکله د بل چا د رضایت د ترلاسه کولو لپاره چاته “هو” مه وایاست.
نو همداسې موقع کې باید “نه” وویلای شو په داسې ډول چې نه بل څوک خفه کړو او نه مو هم خپل کار وروسته پاتې شي.