د جان اغا بهار ژباړه
د غوره رهبرۍ/مشرولۍ په اړه، د پوهانو دا څو خبرې په پام کې ونېسئ:
۱ــ مخکې له دې چې ته د یوې ادارې مشر/ رهبر شې؛ ځان لا ځواکمن کړه او په دې اړه فکر وکړه، چې خپله وړتیا څنګه څرګندولی شم؟ له تا مخکې په همدې څوکۍ د پاتې شوي مشر، د وړتیا په اړه د هغه له همکارانو وپوښته، دا چاره درسره د بریالیتوب لپاره لازمه مرسته کولی شي. ( جیک ویلچ)
۲ــ ضروري نه ده، چې ته دې د مشرولۍ لپاره پراخ امکانات ولرې، موټرې، ښې ډېرې پیسې، زینت لرونکي جامې او بوټونه؛ بلکې ښه مشرولي د خلکو په خدمت او رضایت کې ولټوه. (رونالډ ریګن)
۳ــ د غوره رهبر/ مشر یوه ځانګړنه دا ده، چې پنځوونکی فکر ولري؛ د خپلو فعالیتونو لپاره د ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ مطابق لاره وټاکي، او په همدې لاره وړاندې ځي، خپل ټیم هم په همدې لاره رهبري کړي.( جان سي میکسیل)
۴ـــ رهبره/ مشره! باوري اوسه! چې خلک به دا هیر کړي چې تا څه ویل، خلک به دا هیر کړي چې تا څه کول، مګر یو شی چې نه هیږي، هغه ستا احساس دی، کاري مینه ده، عاطفه ده او ستا وړتیا. ( مایا فرانو)
۵ـــ هېڅ داسې کار نشته، چې تاسې یې د کولو ځواک ونه لرئ؛ خو دا په یاد لرئ چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږي. که مو ښه پانګونه وکړه، ښې ډېرې پیسې به وګټئ. خو دا هر څه ستاسې په هڅې او خوارۍ پورې اړه لري، غواړئ ډېرې پیسې ولرئ؟ او که دا ښه ګڼئ، چې خپله شته پانګه هم له لاسه ورکړئ. مشرولي او رهبري هم داسې در وبولئ، که خلاقیت مو درلود، زیرکتیا او چالاکي مو درلودله، نو لا به وړاندې ځئ، کنه شک نشته، چې ټاکلی موقف به هم له لاسه ورکړئ.( وریژن سویټ مارډن)
۶ـــ رهبري د سمو شویو« جوړ شویو» کارونو څار او تنظم کوي.( پیټر ډرکر)
۷ ـــ د ځان د کنټرولولو او ساتلو لپاره له خپل مغز/ فکر کار واخله؛ خو د نورو په کنټرولولو کې له زړه« ښه چلند او اخلاقو څخه». ( الینور روسیلیټ)
۸ـــ که چیرته مونږ تاسې رهبر/ مشر کیږو، دا چاره ساده هم ده؛ خو له ستونزو خالي هم نه ده.( وارین بېنس)
۹ـــ مشر / رهبر، باید د ننګوونو پر وړاندې تسلیم نشي، د پیاوړتیا قوه باید له لاسه ورنکړي؛ مهربانه وي، خو کمزوری نه، له خپلو همکارانو سره خاندي، ټوکې ــ ټکالې ورسره کوي، خو پولې نه ماتوي، اړیکې پالي، خو چارې هم مخې ته په منظمه توګه وړي.