د کرونا وایروس تازه معلومات:

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس په ډېري چټکۍ سره پرمخ روان دئ.
په وروستي معلوماتو کي راځي، چي د کرونا یا کوایډ۱۹ ویروس تازه مثبتي پېښې ۴۴۶۷، روغ سوي ۵۹۳۷ او وژل سوي کسان ۱۶۰ ته پورته سول.
په نړۍ کي اوسمهال د کرونا ویروس ۷۹۱۰۷ قضيې رواني دي، چي په دې کي ۷٪ وژونکي (نه راګرځېدونکي) قضيې دي او پاته ۹۳٪ په دې ویروس اخته کسان تر تداوي لاندي دي.
بلخوا ته بیا ۸۱۹۳۲ قضيې بندي سوي دي، چي ۹۳٪ خلګ بیرته له دې ویروسه روغ سوي او ۷٪ خلګ یې وژلي دي.
کرونا وایروس له پیله تراوسه ۵۹۷۳ کسه وژلي دي او تر ۷۵زرو پوري روغ ځیني وتلي دي.
تردې مهاله په ایټالیا، امریکا، ایران، جنوبي کوریا، فرانسه، جرمني، ناروې، بلجیم، اسټریا، مالیزیا، اسټرالیا، سچیز جمهوریت او ټایلند کي د لسګونو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ دئ، خو په ځینو هیوادونو کي دا شمېره تر سلګونو اوړي.
نن سهار وختي په افغانستان کي ددې ویروس د مثبتو پېښو شمېره ۱۶ ته ورسېدل، چي په دې کي یوه – یوه پېښه په بلخ، کاپیسا، ډایکندي، ۳ پېښي سمنګان او پاتي ۱۰ پېښي په هرات ولایت کي درج سوي دي.
د هرات والي وايي چي دا لس پېښي ټوله د ایران څخه د راغلو افغانانو لخوا ثبت سوي دي.
باید یادونه وکړو، چي په دې ۱۶ مثبتو پېښو کي یوه یې خنثی سوې او په اخته کس اوس مهال روغ ګرځي.