لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
لتا منګېشکر چې په افغانستان کې يې اکثريت خلک پېژني نن يې کليزه ده.
لتا يوازې يو نوم ندی بلکې د موسيقۍ يو مکتب دی،او د هنر په نړۍ کې ځانګړی ځای لري،جادوګر او خوږ ږغ يې په لسګونه کلونه پر هندي موسيقۍ باچاهي وکړه.
یاران uncategorized 1905 لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه
لتا چې کله وزېږېدله د هيما نوم ورته انتخاب سو خو څو کلونو وروسته يې نوم په لتا بدل کړ.
دا په ۱۹۲۹ز کې د سپټمبر په ۲۸مه د برطانوي هند په انډور ايالت کې وزېږدله.
fb img 16012828658942486531818439869483 لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه
لتا ۱۳ کلنه وه چې سندري ويل يې پيل کړه ،چې د ۷ لسېزو په جريان کې يې تر ۱۰۰۰ ډېرو فلمونو لپاره سندري ويلي.
دې په ۳۶ بيلابيلو ژبو تر ۳۵۰۰۰ ډېرې سندري ويلي ،همدارنګه په ۱۰ فلمونو کې يې هم بيلابېل رولونه اجرا کړيدي.
img 20200928 1319425533354070160401958 لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه
د لتا منګېشکر د مسلک سفر خورا د برياوو ډک وو چې په نړيواله کچه يې په ميليونونو مينوال درلودل.
دې ته د موسيقۍ ملکه،د ملت ږغ، وايس اف ملينيوم او د هندوستان د بلبلې لقبونه ورکړل سوي دي.
img 20200928 1323217476596290448520512 لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه
د لسګونو ايوارډونو ترڅنګ يې د فلمفير بهارت راتنا،دادا صاحب، او درې ملي ايوارډونه او اعزازونه ګټلي دي.
img 20200928 1359112846743450381804228 لتا منګېشکر: د هندوستان بلبله ۹۱ کلنه سوه
د لتا منګېشکر کشره خور اشا بوسلې هم ددې سره په يوه لسيزه کې سندرې ويل پيل کړي،هغه هم د نړيوال شهرت څخه برخمنه ده او خوږ ږغ لري.