خبریال: فضل الله فضلي
د نړۍ د دوو قوي لوبډلو ریال ماډریډ او بارسلونا لوبه د یکشنبې په شپه ۲ پر صفر پای ته ورسېدل.
د الکلاسیکو د راتګ پړاو دا لوبه ریال ماډریډ په خپل کور سانټیاګو بیرنابیو کي وګټل.
د ریال مادرید لپاره وینیسیوس او ماریانو ګولونه ووهل.
د الکلاسیکو لومړۍ (د تګ پړاو) لوبه بارسلونا په خپل کور کي د ریال سره صفر پر صفر مساوي کړې وه.
په دې لیکنه کي ددې الکلاسیکو تر ټولو جالیبې نقطې را اخیستل سوي دي او همدارنګه یې تېرو ریکارډونو ته هم یادونه سوې ده.
د لوبي جالیبه نقطې:
- ددې لوبي لیدلو ته د ریال مادرید پخوانی او د نړۍ مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو هم ورغلئ وو او لوبه یې له نږدو وکتل.
- په لالیګا کي ریال مادرید ۶ کاله وروسته په خپل کور کي بارسلونا ته ماته ورکړه.
- پدې لوبه کي د دواړو لوبډلو لوبغاړو څخه ۱۵ تنه یې له ۳۰ څخه ډېر عمر لرونکي وه، چي تر ټولو ځوان لوبغاړی انسو پاټي وو او تر ټولو زوړ لوبغاړی لوکاموډریچ وو.
- ریالي ګول وهونکي وینیسیوس د لوبي د لومړي ګول وروسته رونالډو ته وکتل او د هغه د ګول لګولو اکشن (د ګول وهولو وروسته خوشحالي) یې ترسره کړ.
- ریالي سرجیو راموس تر ټولو ډېري ۴۴ او بارسايي لیونل میسي بیا ۴۳ الکلاسیکوي پوره کړې، چي دواړو د خپلو لوبډلو لپاره ریکارډ جوړ کړ.
- ریالي ګول ساتونکي کورټوا له ۱۹۷۵ م کال وروسته د ریال مادرید لومړی ګول ساتونکی سو، د لیګ په دواړو پړاو لوبو کي هیڅ ګول نه خوري او کلین شیټ کوي.
- وینیسیوس د میسي هغه ریکارډ مات کړ، چي په کم عمر کي یې په الکلاسیکو کي د ګول لګولو دا جوړ کړی وو.
- د ریال مادرید د روزونکي زین الدین زیدان لومړۍ لوبه سوه، چي په خپل کور کي بارسلونا ته ماته ورکوي.
- ریال په خپل کور کي د الکلاسیکو د لوبي بریاوي ۴۹ ته ورسولې او بارسلونا ۲۶ ده او د دواړو لوبډلو مساوي لوبي ۲۲ دي.
- لیونل میسي په اخیري ۴ الکلاسیکو لوبو کي هیڅ ګول نه دئ لګولئ او نه یې هم د ګول پاس ترسره کړئ دئ.
- ریال ددې لوبي په ګټلو سره د جدول سرته وختئ.
- د الکلاسیکو د تاریخ غوره ګول وهونکئ میسي دئ، ورپسې رونالډو، ډي ستفیانو او راول دي.
- د دواړو لوبډلو لوبي ټوله ۲۴۳ ترسره سوي دي، چي ۹۵ ریال او ۹۶ بارسا ګټلي دي.
- د دواړو لوبډلو ترمنځ د الکلاسیکو لوبي ۹۶ – ۹۶ ګټل سوي دي او دلته دواړي په بریاوو سره مساوي دي.
- دا الکلاسیکو لوبه په ۱۸۰ هیوادونو کي ۲۱۰ تلوېزیوني چېنلونو خپره کړه، چي د لوبي پر مهال ټولي ۷۱ مختلفي کمرې فعالي وې.
دا هغه جالیبې نقطې وې، چي د ریال او بارسا د لوبو پر مهال رامنځ ته سوي وې او همدا راز د ځینو لوبغاړو او د دواړو لوبډلو د بریاوو او ماتو په اړه معلومات هم وړاندي سوه.