د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ پرمهال د کرونا مخنیوي لارښوونې وړاندې کړې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې جمعې پر ورځ یوه مقاله خپره کړې وه او پکې یې د کرکټ لوبغاړو او اړوندو ښکېلو کسانو ته داسې لارښوونې کړي دي.
هر لوبغاړی باید منطقي فاصله مراعت کړي او بال باید داسې مدیریت شي، چې د کرونا ویروس انتقال نه کړي.
لوبغاړي نشي کولای چې هېلمېټ تر اغوستلو وروسته له شدیدې اړتیا پرته لمس کړي، لوبڅار که بال ترلاسه کوي، باید لاس پنجې یا دستکشې واچوي، هر لوبغاړی باید د مکروب ضد درمل یا سنېټایزر ولري او له هر ځل بال لمس کېدو وروسته به پرې لاسونه پاکوي.
د بال مدیریت به د کرونا ویروس په دې شدید دور کې د کرکټ کلیدي برخه وي.
لوبغاړي نه شي کولای چې خولۍ، ګلفزونه یا لاسپنجې، لباس او عېنکې لوبڅار ته ورکړي.
دا هغه احتیاطي تدابیر دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا توصیه شوي دي، چې د کرونا ویروس له یو لوبغاړي بل ته انتقال نشي.
د کرکټ نړیوالې شورا کابو درې میاشتې صبر وکړ، چې کرکټ به بېرته پیل شي، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا داسې اټکل خپور کړ، چې ښایي کرونا ویروس په ټولنه کې تل پاتې شي او لمنځه لاړ نه شي.
اوس د کرکټ نړیواله شورا هم په دې لټه کې شوه، چې بېرته کرکټ پیل کړي او لوبغالي پرانیزي، ځکه کرکټ نشي کېدای چې عمري، عمري له منځه لاړ شي.
د جمعې پر ورځ د کرکټ نړیوالې شورا کرکېټ ته د بېرته ستنیدو لارښوونو تر سرلیک لاندې یو مطلب خپورکړ، چې پکې نړیوال، کورنی او ټولنیز کرکټ شامل دی.
د کرکټ نړیواله شورا وایي د کرکټ هر لوبغاړی باید لارښوونې په فردي ډول عملي کړي او له حکومتي لارښوونو سره په همغږۍ مخته ولاړ شي.
نوموړې شورا دا هم ویلي چې کله لوبغاړی اوبه یا انرژي سکي، نو د بوتلونو په وسیله د ویروس د انتقال خطر وي، له لوبغاړو یې غوښتي، چې دې برخه کې ډېر احتیاط وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.