ژباړه: عطا محمد میاخېل
په دې باندې ځان پوه کړئ، چې تر ټولو غوره اړیکه، هغه ده، چې په هغې کې ستاسو له یو بل سره د اړتیا په پرتله مینه ډېره زیاته وي.
کله وخت موږ پندونو ته اړتیا لرو او د دې پندونو د موندنې لپاره تر ټولو ښه ځای د مشهورو پوهانو د سپارښتنو لوستل دي. د دالای لاما خبرو تل په ما باندې اغېز درلوده. په دې هیله، چې د نوموړي قوانین په تاسو باندې هم اغېزه وکړي. لاندې د دالای لاما په ځینو خبرو باندې رڼا اچوو، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ پام مو وي، چې مینه او ستره بریا، له ځانه سره ستر خطر لري.
۲ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ورکوئ، نو ترې درس او پند اخیستل له لاسه مه ورکوئ.
۳ ـــ ۳ R په یاد ولرئ: Respect for Self ( ځانته درنښت کول )، Respect for other ( نورو ته درنښت کول)، Responsibility ( د مسؤولیت احساس ).
۴ ـــ په یاد ولرئ، هغه څه ته نه رسېدل هم یو چانس دی، کوم چې غواړئ ور ورسېږئ.
۵ ـــ قوانین زده کړئ.
۶ ـــ اجازه مه ورکوئ، چې یوه لفظي شخړه مو ملګرتیا له منځه یوسي.
۷ ـــ کله چې خپلو تېروتنو ته مو پام شو، نو ژر تر ژره یې سمې کړئ.
۸ ـــ په ورځ کې یو څه وخت یوازې تېر کړئ.
۹ ـــ بدلونونو ته په پرانیستې غېږ هر کلی ووایئ، خو اجازه مه ورکوئ، چې ارزښتونه له منځه لاړ شي.
۱۰ ـــ په یاد ولرئ، چې کله وخت سکوت تر ټولو غوره ځواب دی.
۱۱ ـــ ښه او په ویاړ سره ژوند وکړئ، چې د بوډاټوب او زړښت پرمهال، له خپل تېر څخه په ویاړ سره یادونه وکړئ.
۱۲ ـــ د ژوند بنسټ مو باید له مینې او دوستۍ څخه ډک چاپېریال وي.
۱۳ ـــ له هغو کسانو سره د مخالفت پرمهال، کوم چې ورسره مینه لرئ، د اوس په اړه فکر وکړئ، نه د تېر په اړه.
۱۴ ـــ خپله پوهه له نورو سره شریکه کړئ، په دې کار سره تل پاتې کېږئ.
۱۵ ـــ له خلکو سره ښه چلند ولرئ.
۱۶ ـــ په کال کې یو ځل هغو ځایونو ته لاړ شئ، کومو ته چې تر اوسه پورې تللي نه یاست.
۱۷ ـــ په دې باندې ځان پوه کړئ، چې تر ټولو غوره اړیکه، هغه اړیکه ده، چې په هغې کې ستاسو له یو بل سره د اړتیا په پرتله مینه ډېره زیاته وي.
۱۸ ـــ خپله بریا وارزوئ او وګورئ، چې د هغې د تر لاسه کولو لپاره، مو څه څیزونه له لاسه ورکړي دي.