یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د لغمان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۸۹ کال کې د لغمان ولایت د خلکو له پر له پسې غوښتنو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، د وخت د لوړو زده کړو د وزیر سرور دانش او د وخت د سلاکار وزیر ښاغلي زلمي هېوادمل او نورو مخورو او مشرانو له خوا کېښودل شوه. د لغمان پوهنتون رییس پوهنمل عبدالصبور غفورزی چې له هماغې اولې ورځې بیا تر نن پورې د پوهنتون مشري کوي وایي، د لغمان پوهنتون په لومړي سر کې یوازې دوه پوهنځي (ژبې او ادبیات او کرنه) درلودل چې دواړو پوهنځیو بیا دوه دوه ډیپارټمنټونه لرل.
ښاغلی غفورزی وایي، اوسمهال د لغمان پوهنتون څلور پوهنځي (ژبې او ادبیات او بشري علوم، ښوونه او روزنه، انجنیري او کرنه) لري چې په ۱۴ بېلا بېلو ډیپارټمنټونو کې یې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. د ښاغلي غفورزي په خبره، په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو لپاره هم له لوړو زده کړو وزارت څخه منظوري تر لاسه کړي، ځکه له دې وروسته دغو دوو پوهنځیو ته جدي اړتیا لیدل کېږي چې ور پسې به طب هغه پوهنځی وي چې په دغه پوهنتون کې به جوړېږي.
په لغمان پوهنتون کې د تدریس چارې د ۶۲ استادانو له خوا پر مخ بېول کېږي چې په دې ډله کې یوه یې ښځینه او پاتې نور ټول نارینه دي. د دغو استادانو له ډلې ۱۳ تنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې لري، ۲۵ تنه همدا اوس په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي او پاتې ۴۹ تنه یې بیا د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري چې د څلورو پوهنځیو په بېلا بېلو ډیپارټمنټونو کې پر تدریس بوخت دي. پر استادانو سر بېره دغه پوهنتون ۴۳ تنه نور اداري کارکوونکي هم لري چې پر بېلا بېلو بستونو کار کوي. لغمان پوهنتون اوسمهال ۸۲۱۳ تنه محصلین لري چې په دې ډله کې ۶۵ تنه یې ښځینه محصلینې دي. د دغه پوهنتون له دریو پوهنځیو څخه تر اوسه پورې په دریو دورو کې ۶۱۸ تنه محصلین فارغ شوي دي چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۱۳تنه، په دویمه دوره کې ۱۹۷ تنه او په درېیمه دوره کې بیا ۳۰۸ تنه محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي دي. د ښاغلي غفورزي په خبره، راتلونکی کال به یې له انجنیرۍ پوهنځي څخه هم لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شي.
د لغمان پوهنتون رییس وایي، دوی د لیلیې لپاره یوازې یو بلاک لري چې د درې سوه محصلینو د اوسېدو ظرفیت لري، خو دوی د هېواد د ۲۸ ولایتونو څخه لږ تر لږه ۱۶۰۰ تنه د لیلیې مستحق محصلین لري چې نه شي کولی ټولو ته د لیليې امکانات برابر کړي. نوموړی وایي، د هغو محصلینو لپاره چې پر شرایطو برابر دي، د بانکي حساب له لارې ورته د میاشتې ۱۸۳۰ افغانۍ بدل اعاشه ورکول کېږي چې ډېری شمېر محصلینو یې پوهنتون ته څېرمه په شخصي ودانیو کې خونې نیولې دي.
د کرنې پوهنځي د لغمان پوهنتون له جوړېدو سره سم په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پر فعالیت پیل کړی چې په لومړي سر کې یې دوې څانګې درلودې چې اوس يې شمېر پنځو څانګو (زراعتي اقتصاد او پراختیا، چاپېریال ساتنې او ځنګل داري، اګرانومي، هارټیکلچر او د نباتاتو ساتنې) ته لوړ شوی دی. د استادانو شمېر یې ۱۹ تنو ته رسېږي. اوسمهال په دغه پوهنځي کې ۹۳۴ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي چې تر اوسه پورې یې ۲۸۹ تنه فارغان په دریو دورو کې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي. دغه پوهنځی درې پوړیزه تدریسي ودانۍ لري چې د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړه شوې ده.
د لغمان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د پوهنتون له جوړېدو سره سم په ۱۳۹۰کال کې تاسیس شوی دی. په دغه پوهنځي کې ۲۳ تنه استادان په تدریس او ۱۰۷۱ تنه نارینه محصلین او ۱۴ تنه ښځینه محصلینې پکې پر زده کړو بوخت دي، چې څلورڅانګې لري. په دغه پوهنځي کې د لایبرري او انفارمېشن ساینس څانګه د ټول هېواد په کچه نوې ده.
د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۲ لمریز کال کې پر فعالیت پیل کړی چې اوسمهال پکې د( کیمیا، بیولوژي، ریاضي او فزیک) څانګې فعالې دي. په دغه پوهنځي کې د تدریس چارې د ۱۳ تنو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي او ۳۷۸ تنه نارینه او ۱۱ تنه ښځینه محصلین لري. دغه پوهنځي تر دا مهاله یوه دوره فارغین چې شمېر یې ۸۶ تنو ته رسېږي، ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي. دغه پوهنځی تر اوسه تدریسي ودانۍ نه لري او تدریسي چارې یې د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي په ودانۍ کې پرمخ بېول کېږي.
د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځی په ۱۳۹۳ لمریز کال کې تاسیس شوی. یوازې د سیول څانګه لري چې د پنځو تنو استادانو له لوري یې د تدریس چارې پر مخ بېول کېږي. سربېره پر دې ځینې مضامین یې د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو له خوا تدریسېږي. په دغه پوهنځي کې اوسمهال ۴۰۵ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي. د دغه پوهنځي تدریسي ودانۍ په دریو پوړونوکې تر کار لاندې ده چې پروژه یې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي او دا مهال یې تدریسي چارې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په تدریسي ودانۍ کې پر مخ وړل کېږي.
د لغمان پوهنتون رییس پوهنمل عبدالصبور غفورزی وایي، له نېکه مرغه پوهنتون یې پر ټولو معیارونو برابر کتابتون لري چې وخت نا وخته پکې محصلین او استادان مطالعه او څېړنه کوي. د پوهنتون کتابتون ۳۵۰۰ ټوکه د زراعت ، انجنیري ، ښوونې او روزنې او ادبیاتو مربوط با ارزښته کتابونه لري چې په الماریو کې په ښه شکل ترتیب شوي او مناسب تالار لري. نوموړی وایي، دغه کتابتون په یوه وخت کې د۴۰ تنو د ناستې او مطالعی ظرفیت لري چې د محصلینو او استادانو په واک کې ورکړل شوی دی. دی وایي، د کتابتون لپاره ځانګړی ډیپارټمنټ لري چې په څنګ کې ورسره د لابراتوار او کمپیوټر لب چارې هم چې پر۱۰ اېم بي انټرنېټ سمبال دی، مخ ته وړي. د ښاغلي غفورزي په خبره کتابتون ته یې وخت پر وخت له بېلا بېلو ولایتونو څخه نوي کتابونه، اخبارونه او مجلې هم ور رسېږي.
د لغمان پوهنتون تر اوسه پورې له کابل پوهنتون، د کابل له ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې دي. د ښاغلي غفورزي په وینا ډېر ژر به د کابل له پوليتخینک پوهنتون سره هم د همکارۍ سند لاسلیک کړي چې د دغه پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی به ور سره ښه وده وکړي. ښاغلی غفورزی وایي، د بهرنیو پوهنتونونو له ډلې یوازې د ایران له دریو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي، خو په خبره یې تر اوسه یې د پام وړ همکاري نه ده کړې.
دا چې لغمان پوهنتون تر اوسه پورې یو ځوان پوهنتون دی، لا هم په ګڼو برخو کې له ستونزو سره مخ دی. د لغمان پوهنتون رییس وایي، په اداري او تشکیلاتي برخو کې له ستونزو او کمبوداتو سره مخ دي. تدریسي ودانۍ، شنه ساحه، د پوهنتون دننه سړکونه او پلې لارې، د پوهنتون احاطه، لوبغالی، جمنازیوم، اېډېټوریم، لوی جومات او د لیلیې لپاره د نورو ودانیو نه شتون هغه ستونزې دي، چې د لغمان پوهنتون اوسمهال ور سره لاس او ګرېوان دی. ښاغلی غفورزی وایي، له افغان حکومت او لوړو زده کړو وزارت څخه یې هیله دا ده چې د لغمان له ځوان پوهنتون سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي، تر څو د پوهنځیو، استادانو، اداري کار کوونکو او تدریسي ودانیو شمېر یې زیات شي.