
خبريال: مدثر دعوت
سريلانکايی پخوانی کريکټر کمار سنګکارا قرنطين سو.
د سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي پخواني ويکټ ساتونکي توپوهونکي ويلي چي د سريلانکا د حکومت د پاليسۍ سره سم يې ځان قرنطين کړی.
سنګکارا د نيوز فړسټ سره په مرکه کي ويلي چي اروپا کي اوس د کرونا ويروس ډير په چټکۍ مخ پر خپريدو دی په همدې خاطر د اروپا څخه تر راتګ وروسته ځان قرنطينوم.
سنګکارا وايي يوه اونۍ وړاندي د انګلستان څخه سريلانکا ته راغلم او هلته مي د مارچ د لومړۍ څخه تر ۱۵مي ڼيټې پوري وخت تير کړ.
د سريلانکا په هيواد کي تر يکشنبې ورځي د کرونا ويروس ۷۸ پيښي ثبت سوي چي لا يې هم شمير په ډيريدو دی.