د کرونا وایروس په ټوله نړۍ کې د کرکټ یوازینۍ روانې لوبې هم وځنډولې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د کرونا وایروس د تهدید سربېره د مارچ میاشت تر ۱۶مې روانې وې، بالاخره د مارچ میاشت په ۱۷مه د سې‌شنبې پر ورځ وځنډول شوې او د دې لوبو وروستی مهم پړاو یې هم وګواښه.
که څه هم د نړۍ په کچه د مارچ میاشت له ۱۴مې د کرونا وایروس له وېرې ټول لوبیئز فعالیتونه د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونې پر بنسټ ځنډول شوې وې، خو د پاکستان سوداګریزې لوبې بیا هم جریان کې وې، خو بالاخره د دوی مزل تر منزل وړاندې پرې شو او پایلوبې یې ترسره نه شوې.
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې نیمه پایلوبو ته رسېدلې وې، چې پېښور زلمي، مُلتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبې نیمه پایلوبو ته رسېدلې وې.
تمه وه چې د سې‌شنبې پر ورځ د مارچ په ۱۷مه ماسپښین یوه نیمه بجه د پېښور زلمي او ملتان سلطان کرکټ لوبډلو لومړۍ نیمه پایلوبه کړې وه، خو دا لوبه نشوه او د کرونا ښکار شوه.
دویمه نیمه پایلوبه هم د مارچ په ۱۷مه د سې‌شنبې په ماښام ۶ نیمې بجې پېلېده، خو دا لوبه د لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلو ترمنځ د وژونکې وبا (کرونا) له امله وځنډول شوه.
ټاکل شوې وه، چې د پي ایس اېل پایلوبه د مارچ میاشت په ۱۸مه د چهارشنبې پر ورځ شوې وای، خو دا پایلوبه هم ونشوه.
د څلورو لوبډلو هغه هیلې چې اتلولۍ ته یې لرلې، ورژېدې او لوبغاړي د خپل ژوند په غم کې شول.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې دا لوبې به وروسته ترسره شي.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبو د ځنډولو پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه، چې پي ایس اېل کې د یوه بهرني لوبېدونکي لوبغاړي په وجود کې د کرونا مشکوکه پېښه تایید شوه.
اوس مهال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ورزشي فعالیتونه ځنډېدلي او د روغتیا نړیوال سازمان هم ټولو هېوادونو ته امر کړی، چې د ګڼې ګوڼې جوړولو فعالیتونه د څو ورځو لپاره وځنډوي.
چې په دې لړ کې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ورزشي فعالیتونه ځنډول شوي وو.
PSL.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.