ویرات کولی په نه بولډ کیدو کې نوم لري، خو راشد او مجیب اوټ کړی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: عزت الله احمدزی
د هندوستان کرکټ لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی ویرات کولي د نړۍ له هغو توپ وهونکو څخه دی، چې توپ اچونکي ترې په اسانۍ ویکټ نشي ویشتلی.
په تېرو ۱۱ نړیوالو لوبو کې په ۱۱ پاڼویو کې کېچ اوټ شوی،ځکه دا د ویرات کولي خاصه ځانګړتیا ده چې ویکټو ته توپ نه پریږي. بل دا چې په نړۍ کې ډېر کم داسې لوبغاړي شته چې د میدان هرې خواته توپ لوبولي شي او شاټ سلېکشن یې سم وي او په ویکټ تر ډېره پاتې کېدای شي. خو کولي دا ټولې ځانګړتیاوې له ځان سره لري، د دې تر څنګ اوس مهال د ای سي سي لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې په ټیسټ او یو ورځنویو لوبو کې لومړی مقام لري. نو له همدې مالومېږي چې د ویرات کولي سوځول او بیا ویکټ (بولډ )اوټ د هرتوپ اچونکي د وس خبره نده.

د نړۍ ډیر توپ اچوونکي د ویرات په سوځېدو بی وسه کیږي، خو د افغان کرکټ لوبډله کې دوه داسې ستوري توپ اچونکي شته چې ویرات کولي په اسانۍ بولډ اوټ کولای شي. لومړی راشد خان ارمان چې اوس مهال د کرکټ په نړۍ کې ځلاند ستوری دی، نه یوازې دا چې په افغانستان کې زیات شمیر مینوال لري، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې، په زیاته کچه مینوال پیدا کړي.
په دې ورستیو کې یې په استرالیا کې هم چې په بیګ باش کې لوبې کوي او ښه ځلېږي د مینوالو شمیر زیات شوی.
خان چې په لومړی سر کې د کرکټ ډګرته راغی د ده په توپ اچونه کې داسې کمالونه وو، چې هر توپ وهونکي ته به یې ستونزې جوړولي، وروسته چې یو څه مشهور شو د داسې لوبغاړو له سوځېدو به یې خوند اخیست چې چا به په اسانۍ نشو سوځولی، د دغو پیاوړ لوبغاړو له ډلې یو یې ویرات کولي وو، چې کله د راشد خان پر واړندې د هندوستان په غوره لیګ کې مخامخ شو، نو راشد خان د خپل ګوګلي په کمال ویرات کولي اوټ کړ.
اوس نو راشد خان د نړۍ هغه څېره ده چې د نړۍ هر توپ وهونکی ترې ویره لري.

په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان په شل اورېزو لوبو کې لومړی او په یو ورځنویو لوبو کې دویم مقام لري، د دې ترڅنګ په یو ورځنویو لوبو کې لومړی ټولچاری لوبغاړی هم دی.
له راشد خان ورسته دویم افغان ستوری بیا ځوان مجیب الرحمن دی، چې په ډېر کم عمر کې د نړۍ یو ښه لوبغاړی ثابت شوی. د نړۍ پیاوړي توپ وهونکي ترې ویره لري. د مجیب الرحمن دا هیله وه چې یوه ورځ د نړۍ سترو توپ وهونکو پروړاندې توپ اچونه وکړي او په خاصه دا یې ډیر ارمان و چې یوه ورځ د ویرات کولی ویکټه ترلاسه کړي.
په تېر ۲۰۱۸ کال ای پي ایل لوبو کې چې مجیب د پنجاب او کولي د بنګلور لپاره لوبه کوله دواړه د یو بل پر وړاندې د لومړي ځل لپاره مخامخ شول. هغه لوبه که څه هم چې پنجاب لوبډلې نه وه ګټلې؛ خو مجیب الرحمن پکې خپل ارمان ته ورسېد او د ویرات کولې ویکټ یې ترلاسه کړه.

که په نړۍ کې ښه توپ وهونکي شته خو؛ افغان کرکټ لوبډله د ښو توپ اچونکو له اړخه په ځان بسیا ده او د سوکه توپ اچونې برخه یې ډېره قوي ده اوس مهال د افغان لوبډلې درې وتلي سوکه توپ اچونکي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن په بیګ باش ستر تجارتي لیګ کې لیګ کې د بېلو بېلو لوبډلو لپاره په لوبو کولو بوخت دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.