هاشم امله د ویرات کولي یو مهم ریکارډ د پاکستان خلاف مات کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

مسلمان غوره توپ وهونکي د هندۍ لوبډلې د اوسني لوبډلمشر د سلیزو ریکارډ د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې مات کړ.
هاشم امله د پاکستان خلاف په سېنټ جورج لوبغالي کې د شنبې په ورځ ۱۰۸ منډې وکړې او په دې ډول یې ویرات کولي وننګاوه.
ویرات کولي ټولې ۲۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په ۲۱۱ لوبو کې یې توپ وهنه کړې، هغه په دغو لوبو کې ۳۹ سلیزې وهلي دي.
خو ویرات کولي د خپلو لوبو پر مهال هغه وخت چې ۱۷۷ لوبوکې یې ۱۶۹ پاڼۍ توپ وهنه کړې وه، ۲۷ سلیزې وهلې وې؛ اوس هاشم امله وتوانېد چې د هغه دغه ریکارډ په ۱۷۰ لوبو کې د ۱۶۷ پاڼیو په لوبو سره مات کړي او ځان د چټکو ۲۷ سلیزو په لېست کې لومړی کړي.
د کرکټ اړوند یوې ورزشي وېب پاڼې د پنځو هغو لوبغاړو یو انځور خپور کړی، چې پکې د پنځه واړو لوبغاړو هغه لوبې راخېستل شوي، چې دوی پکې ژر ۲۷ سلیزو ته تر نورو توپ وهونکو مخکې رسېدلي دي.

په دغه نوملړ کې هاشم امله لومړی مقام خپل کړ، هاشم امله چې اوس مهال د پاکستان خلاف په کوردننه په لوبلړۍ بوخت دی، تېره ورځ د جنوري په ۱۹ مه نېټه یې د پاکستان خلاف پیل وکړ او په یواځې ځان یې ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افریقا په ۵۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د وان ډر ډسېن د ۹۳ منډو په ملتیا ۲۶۶ منډې کړې وې او پاکستان ته یې ۲۶۷ منډې هدف ورکړی و.
پاکستان دا هدف په پنځوسم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدوسره د امام الحق د ۸۶ سوځېدلو منډو او د محمدحفیظ د ۷۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او افریقا ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی محمدحفیظ اعلان شو، هغه په ۶۳ توپونو ۷۱ منډې وکړې او ګټونکې پاڼۍ یې ولوبوله.
امله او کولي
مخکې مو وویل چې هاشم امله په ۱۶۷ پاڼیو کې د یو ورځنیو لوبو چټکې ۲۷ سلیزې جوړې کړې او د جدول په لومړي سر کې یې ځای وموند.
ویرات کولي چې مخکې د جدول په لومړي سرکې و، اوس د هاشم امله په وسیله یو ګام وروسته شو او دوهم ځای ته ولوېد.
ویرات کولي په ۱۶۹ پاڼیوکې ۲۷ د یو ورځنیو لوبو سلیزې وهلې وې، چې پرون دا ریکارډ هاشم امله د پاکستان خلاف په سلیزې وهلو سره مات کړ.
د کرکټ مبصرین او هاشم امله
هاشم امله په داسې وخت کې د نړۍ د غوره کرکټ توپ وهونکي ریکارډ مات کړ، چې کابو ۴ میاشتې وروسته نړیوال پنځوس اوریز جام هم په انګلستان کې پېلېدونکی دی.

د کرکټ مبصرین وایي که هاشم امله همداسې ټچ او فوم کې وي؛ کولای شي افریقا د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په اتلولۍ ونازوي.
د کرکټ ماهرین وایي، چې هاشم په ډېر ښه وخت کې فوم ته راغی.
هاشم امله په ۲۰۱۷ م کال کې یو څه له خپلې کورنۍ سره و او له لوبو لرې و، خو د همدغه کال په یوه لوبه کې یې د افریقا په کېمبرلي سیمه کې د بنګله دېش خلاف په ۱۱۲ توپونو ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په ۲۰۱۸ م کال کې هاشم امله په سلیزه وهلو هیڅ بریالی نه شو؛ خو د ۲۰۱۹ م کال پیل یې په سلیزه وکړ.
په نوملړ کې دریم نوم د هندي سچېن ټېنډولکردی، چې د سلو سلیزو پاچا په نامه شهرت هم لري.
ټېنډولکر په ۲۵۴ پاڼیوکې ۲۷ سلیزې وهلې وې، په دغه نوملړ کې څلورم نوم د اسټرالیایي ریکي پونټېنګ دی، هغه په ۳۰۸ پاڼیو توپ وهنه کې ۲۷ سلیزې پوره کړې وې او وروستی نوم بیا د سریلانکایي پخواني توپ وهونکي سېنېت جایاسوریا دی، هغه په ۴۰۴ پاڼیو توپ وهنه کې ۲۷ سلیزې وهلې وې.
دا په یو ورځنیو لوبو کې د هغو پنځه لوبغاړو نومونه او معلومات دي، چې تر نورو یې ژر ۲۷ سلیزې وهلي، چې هاشم امله پکې د ویرات کولي ریکارډ مات کړ.
د افریقا او پاکستان اوسنۍ لوبلړۍ
پاکستان، سهیلي افریقا ته د ۲۰۱۸ م کال په ډېسمبر میاشت کې د ۱۱ لوبو لپاره سفر کړی، چې درې ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې پکې شاملې دي.
درې واړه ټېسټ لوبې سهیلي افریقا وګټلې.
د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه پاکستان په ۵ وېکټو وګټله، دوهمه یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ ترسره کېږي، یو ورځنۍ لوبې د جنوري په ۳۰ مه نېټه پای ته رسېږي.
او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د فبروري په لومړۍ نېټه پېلېږي او د فبروري په شپږمه نېټه پای ته رسېږي او د دې لوبې په ترسره کېدوسره د پاکستان ورزشي سفر هم پای ته رسېږي.