ویرات کوهلي پرون ولې هندي مینوال غلي کړل؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: بهار سمسور
د هندوستان او اسټرالیا تر منځ لوبه له یو شمېر حیرانونکو صحنو ډکه وه.
لومړی دا چې هندي توپ وهونکو خپل مسؤلیت په ښه شان سره ادا کړ. اسټرالیا ته یې د ۳۵۳ غر هدف په سکوربورډ پرېښوده او بیا اسټرالیاوي توپ وهونکو هم کلکه مجادله وکړه،داسې چې تر ۳۰۰ پورته یې منډې ورسولې خو په ۳۶ منډو یې بیا هم د لوبې پای د اسټرالیا په ماتې و.
20190610_104250.jpg
د هند په توپ وهنه کې یوه حیرانونکي صحنه دا وه چې ادم زمپا یو داسې حالت کې ولیدل شو ؛چې له جیب څخه څه شی را اوباسي او توپ د ګرولو (سولول)پلان لري؛دې حالت د لوبې په جریان کې هندي رسنیو کې غوغا جوړه کړه او فکر کیده چې ادم زمپا دا کار کړی دی، خو لا هم په اړه کومه پریکړه ده شوې.
د توپ خرابول جرم دی کله چې یو لوبغاړی دا کار کوي سزا یې نغدي جریمه او د لوبو له بندیز سره مخ کیدل دي،چې تېر کال هم د اسټرالیا تکړه او نوموتو لوبغاړو سټیون سمېت وارنر او بین کرافټ په یوه ټېسټ لوبه کې دا کار تر سره کړی و او وروسته بیا درې سره په سزا ورسیدل.
20190610_104329.jpg
دې حالت ته د توپ ګرول /خرابول /بدلول/بې کاره کول (ball tampering)ویل کیږي چې هیڅوک باید دا کار ونه کړي.
پرون کله چې سټیون سمېت توپ نیونه فیلډینګ کاو هندي کریکټ مینوالو چې بیخي زیات په میدان کې د هندۍ لوبډلې د تشویق لپاره ناست ول؛پر سمېت باندې منفي غږونه کول ((سمېت هغه چې توپ یې خراب کړی و دا هغه دی))
کله چې هندي کپتان ویرات کوهلي د هندي مینوالو دا غږونه واوریده د لاس په اشارو یې ورته د غلي کیدو وویل، هندي مینوال یو ناڅاپه داسې خاموش شول لکه په لوبغالي کې چې هیڅ سا اخیستونکی نه وي.
20190610_104306.jpg
ویرات کوهلي دوی ته اشاره وکړه چې سمېت ته چکچکې ووهي او تشویق یې کړي؛ دا وخت یو ناڅاپه شور او چکچکې پیل شوې.
(د ویرات کوهلي کوچنۍ اشاره د هندي وګړو منل) دا هغه څه و چې د دې ملت د یووالي مینې او ګرانښت له حده زیات شتون یې نړۍ ته ثابت کړ.
هو سمېت جرم کړی و،په سزا هم ورسیده؛د خلکو غبرګون یې هم زیات محسوس کړ اما پرون یې دا هم زده کړل چې که ښه کول نه هیریږي بد هم نه هیریږي.
نوموړي د ویرات کوهلي څخه مننه وکړه چې خلک یې دې ته تشویق کړل چې ده ته په هماغه سترګه ونه ګوري بلکې سمېت اوس بېرته د اسټرالیا په لباس کې د خپل ملت لپاره لوبیږي.
20190610_104218.jpg
په لوبغالي کې وارنر هم و چې له سمېت سره په دغه قضیه کې ښکېل و؛خو یوازې د سمېت پر لور د خلکو پام واوښت!