د شرما او کولي د واده کلیزه ده؛ دلته د دواړو د ژوند په اړه ولولئ

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کرکټ ستوري ویرات او د هندوستان د فلمي نړۍ ښځينه ستورې انوشکا شرما د واده یو کال پوره کېدونکی دی.
دواړو د ۲۰۱۷ م کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټه د اېټالیا په مېلان ښارکې د دوشنبې په شپه د واده اعلان کړی و.

انوشکا شرما د یوه پولیس افسر لورده، د دوی د مینې په اړه به وخت نا وخت په هندي رسنیو کې خبرونه خپرېدل، چې بیا به یې د نورې نړۍ رسنیو ته سرایت کاوه او بالاخره به ټوله نړۍ او افغانستان کې خپرېدل.
کله چې به ویرات کولي لوبې کولې، نو انوشکا شرما به په مینه کتلې او د دوی دا ارمان د نومبر په ۲۶ مه نېټه په ۲۰۱۷ م کال کې په اېټالیا کې پوره شو دواړه د ګډ ژوند په تار وتړل شول.
دوی غواړي د خپل واده لومړۍ کالیزه په اسټرالیا کې ولمانځي، دا ځکه چې ویرات کولي اوس په اسټرالیا کې په لوبو بوخت دی او هلته له شل اوریزو لوبو وروسته له اسټرالیا سره د ټېست او یو ورځنیو لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۶ مه نېټه پېلوي.
د شرما او کولي د واده ویډیو؛
https://www.youtube.com/watch?v=Ha3WCbl7S7s
د ویرات کولي پېژندنه:
ویرات کولي اوس مهال ۳۰ کاله عمر لري، نوموړي د هندوستان په مرکز ډیلي ښارکې زیږېدلی دی.
یو اعشاریه ۷۵ متره قد لري.
په ۲۰۱۷ م کال کې یې له انوشکا شرما سره واده وکړ، تر اوسه پورې کوم اولاد نه لري.
پلار یې پرېم کولي نومېږي، چې په ۲۰۰۶ م کال کې وفات شوی دی او مور یې ساروج کولي نومېږي، چې هغه هم مړه شوې ده.
ویرات کولي په ۱۹۸۸ م کال کې د نومبر په ۵ مه نېټه د ډیلي ښار په یوه پنجابي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د ویرات کولي پلار پریم کولي یو جرمي قانون پوه و او حقوقي برخه کې یې کار کاوه. یوه خور لري، چې باوان کولي نومېږي او مشر ورور یې ویکاش کولي دی. په ۲۰۱۶ م کال کې د ویرات کولي ټوله سرمایه ۶۳ ملیونه امریکایي ډالره وه.
ویرات کولي او کرکټ ته راتګ:

ویکي پېډیا لیکلي، چې ویرات کولي په درې کلنۍ کې د کرکټ بېټ پورته کړی او تر دې دمه پکې د پرمختګ په پوړیو چټک قدمونه ږدي او لا پر مخ روان دی.
نوموړی چې کله کوچنی و له خپل پلار څخه یې غوښتل چې توپ اچونه وکړي، نو هغه به ورسره لوبې کولې.
ویرات کولي په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان د انډرناینټین له نولس کلونو ښکته لوبډلې لوبډلمشر و، له هغې وړاندې د ډیلي په سیمه یزو لوبډلو کې لوبېده.
۲۰۰۸ م کال کې کله چې ویرات کولي د هندوستان د نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر و، په نړیوال جام کې یې چې په مالیزیا کې ترسره شو، سهیلي افریقا ته په پایلوبه کې په ۱۲ منډو ماته ورکړه او هندوستان د نړیوال جام اتلولي واخېسته.
ویرات د هندوستان لپاره د ټېسټ لوبو پيل په ۲۰۱۱ م کال د جون په ۲۰ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف کړی دی.
۲۰۱۸ م کال کې یې د نومبر تر میاشت پورې وروستۍ ټېسټ لوبه د ویسټ انډیز خلاف په هندوستان کې کړې ده.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې د هندوستان لپاره په ۲۰۰۸ م کال کې د اګسټ په ۱۸ مه نېټه د سریلانکا خلاف کړی دی او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې تر دې دمه ۲۰۱۸ کال د نومبر په لومړۍ نېټه له ویسټ انډیز سره کړې ده.
د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د جون په ۱۲ مه نېټه د زِمبابوې خلاف کړی
او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د نومبر په ۲۵ مه نېټه په اسټرالیا کې د اسټرالیا پر وړاندې کړې.
د آې پي ایل لوبو پیل :
ویرات کولي په ۲۰۰۸ م کال کې د آې پي ایل لوبو پیل وکړ د اپریل ۱۸ مه نېټه وه، چې د آې پي ایل لومړۍ لوبه یې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې په بنګلور ښارکې په چېنا سوامی لوبغالي کې ترسره کړه. تر دې دمه یې د آې پي ایل وروستۍ لوبه په ۲۰۱۸ م کال کې د راجستان لوبډلې پر وړاندې په چېناسوامی لوبغالي کې ترسره کړې ده.
هغه تر ۲۰۱۸ م کال پورې په آې پي ایل لوبو کې د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر و. او په ۲۰۱۵ م کال کې یې د هندوستان د ملي لوبډلې لوبډلمشري هم اخېستې ده.
په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې ویرات کولي لومړی درجه توپ وهونکی دی.
د انوشکا شرما ژوند :
انوشکا شرما په ۱۹۸۸ م کال کې د می په لومړۍ نېټه د هندوستان په اوترا پردېش ایالت ایودیا سیمه کې زېږېدلې ده. د انوشکا شرما پلار اجی کومار شرما نومېږي او د هندوستان د پولیسو یو افسر دی.

موریې اشیما شرما نومېږي او دوی دواړه تر دې دمه ژوندۍ دي. یو ورور لري، چې کارنېش شرما نومېږي.
انوشکا شرما له خانانو فلم ستورو لکه شاه رخ خان، سلمان او عامر خان سره تر لوبېدو وروسته ډېره مشهوره شوه.
لومړی فلم یې له شاه رخ خان سره لوبولی دی، چې رب دې بنایا جودې نومېږي. بل فلم یې پي کی دی، چې له عامر خان یې لوبولی دی.
په ۲۰۱۷ م کال کې یې د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه واده کړی دی او په همدې نېټه به په اسټرالیا کې د مراسمو په ترڅ کې د خپل واده لومړۍ کلیزه ولمانځي.
Virat Kohli Anushka Sharma’s Wedding Reception FULL Video – 26/12/2017