ویرات کولي چې د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی توپ وهونکی دی، اوس د سچېن ټېنډولکر او ویسټ انډیزي توپ وهونکي برین لارا د ریکارډ ماتولو تږی دی.
ویرات کولي اوس نږې شوی چې د دواړو پخوانیو هندي او ویسټ انډیزي لوبغاړو ریکارډ په راتلونکو څو لوبو کې مات کړي.
د سپورټس کیډا په نوم وېب پاڼه لیکي، د هندوستان اوسنی ځوان لوبډلمشر ویرات کولي د ریکارډ ماتولو په درشل کې دی او غواړي چې ریکارډ په خپل نوم کړي.
دا وېب پاڼه زیاتوي ویرات کولي هغه لوبغاړی دی، چې د هند لپاره یې ډېر ژر په یو ورځنیو لوبوکې ۱۱ زره منډې پوره کړې.
مخکې دا ریکارډ له سچېن ټېنډولکر سره و.
سچېن ټېنډولکر او برېن لارا د کرکټ په نړۍ کې دوه هغه توپ وهونکي دي، چې ټول کرکټ کې یې ۴۵۳ پاڼيوکې ۲۰ زره منډې کړي دي.
دوی دواړه په نړۍ کې تر نورو توپ وهونکو چټک وو.
برېن لارا په ۴۳۰ نړیوالو ټېسټ او یو ورځنیو لوبوکې ۲۲ زره ۳۵۸ منډې کړي دي.
سچېن ټېنډولکر بیا ۲۰۰ ټېسټ لوبوکې ۱۵ زره ۹۲۱ منډې کړي او په ۴۶۳ یو ورځنیو لوبوکې یې ۱۸ زره ۴۲۶ منډې کړي دي.
ټېنډولکر په ۶۶۴ نړیوالو لوبوکې ۳۴ زره ۳۵۷ منډې کړي دي.
ټېنډولکر یوه شل اوریزه لوبه کې او لس منډې یې پکې کړي دي.
ویرات کولي چې په ۲۰۰۸ م کال کې یې د هندوستان لپاره پیل کړی دی، په ۳۷۵ لوبوکې یې چې شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې پکې شاملې دي، ۱۹ زره ۹۶۳ منډې کړي دي.
هغه ته یواځې ۳۷ منډې پاتې دي چې په چټکۍ سره ۲۰ زره منډې پوره کړي، په دې سره به د برېن لارا او سچېن ټېندولکر د وخت د چټکو ۲۰ زره منډو ریکارډ مات کړي.
ویرات کولي او روهېټ شرما اوس لپاره په نړیوال جام کې د هندوستان په ګټه مخکښ توپ وهونکي دي.
کولي اوسمهال په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو توپ وهونکوکې لومړی نمبر توپ وهونکی دی.