چينای سوپر کينګز د IPL تر ټولو قوي لوبډله ماته کړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان پريمر ليګ ۲۳مه لوبه د چينای سوپرکينګز او کلکتې نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ وه.
په سږکال هندوستان پريمرليګ کي کلکته په ۸ نومرو ترنورو ټولو لوبډلومخته وه خو چينای سوپر کينګز په شپږمه لوبه کي ماته ورکړله او د جدول سرته ولاړله.
کوربه لوبډلي چينای سوپر کينګز د لوبي پچه وګټله او کلکتې ته يې د توپوهني بلنه ورکړله داچي ويشتن ځای سلو وو او د توپ اچوني لپاره غوره وو نو ډهوني هم پرځای پريکړه وکړله.
کلکتې د لوبي پيل سم ونه کړ د لوبي په لومړنيو اوورنو کي يې په لږو منډو سر پر سر وکيټي دلاسه ورکړلې،هيڅ توپوهونکی پدې ونه توانيدی چي اوږده ملګرتيا جوړه کړي او لوبه په خپل لاس کي واخلي.
د کلکتې دوو پيلوونکو توپوهونکو کريس لين په صفر او سونيل نارين په ۶ منډو کيټه له لاسه ورکړله.

روبين اوتاپا په ۹ توپونو ۱۱ منډي وکړلې خو نتيش رانا هم په صفرمنډو وسوځيدی، لوبډلمشر دنيش کارتيک تر نورو لوبغاړي د زغمه ډکه لوبه وکړله خو نومړي هم په ۲۱ توپونو ۱۹ منډي وکړلې او د نورو لوبغاړو څنګ ته ورغی.
د لوبو په مينځني اوورونو کي د شوبمن ګيل او انډري رسل څخه ډيره توقع کيدله خو ګيل يوازي ۱۲ توپونو ته ودريدی او په ۹ منډو يې ویکټه له لاسه ورکړله.
انډري رسل زغم وکړ،دحالت سره سم يې لوبه وکړله او پدې وتوانيدی چي حد اقل د کلکتې لپاره هدف تر ۱۰۰ منډو لوړ کړي.

رسل د لومړۍ پاړۍ تر وروستيو شيبو پاته سو په وروستي توپ يې څلوريزه ووهله،د نوموړي نيمه سليزه پوره سوله او د چينای لپاره يې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.
د چينای توپ اچوونکو هر يوه پر خپل ځای خپل مسؤليت ادا کړ او ويې سول کولای چي د کلکتې بريدګره توپوهنه د قوي هدف څخه راوګرځوي.
د چينای لپاره ديپک چاهار د تل په څير غوره توپ اچوونه ترسره کړله د کلکتې اوپنينګ يې مات کړ،او ويې سول کولای چي په ۴ اوورونو کي يوازي ۲۰ منډي ورکړي او ۳ لوبغاړي وسوځوي.
هربجن سينګ نسبتا نورو کلونو ته سږکال د چينای لپاره په توپ اچوونه کي غوره ثابت سوی او د مقابل لوري ترټولو مهمي وکيټي ترلاسه کوي.سينګ داځل هم اقتصادي توپ اچوونه ترسره کړله ،۴ اوورونه يې ترسره کړله،۱۵ منډي يې ورکړلې او ۲ لوبغاړي يې وسوځوله.
رويندرا جديجا په ۴ اوورونو کي ۱۷ منډي ورکړلې او ۲ وکيټي يې ترلاسه کړلې.
عمران طاهر چي د هري ویکټي وروسته د لوبغالي ټولو څنډو ته ځان تر نندارچيانو پوري رسوي نن يې بيا ښه خپل ارمان وکښي،نوموړي په ۴ اوورونو کي ۲۱ منډي ورکړلې او د شوبمان ګيل او دنيش کارتيک وکيټي يې ترلاسه کړلې.

په دويمه پاړۍ کي که څه هم شين واټسن په ۱۷ منډو وکيټه له لاسه ورکړله خو د اوپنينګ ملګري فاف ډوپلسيس د لوبي ترپايه ودريدی ، او ۴۳ منډي يې وکړلې.
سريش راينا ۱۴ ،جديجا ۲۱ او کيدرجاداو ۸ منډي وکړلې او لوبه يې پايته ورسوله.
د کلکتې لپاره سونيل نارين ۲ ویکټي او پيوش چاولا ۱ وکيټه ترلاسه کړله خو چينای سوپر کينګز په ۱۷.۲ اوورو کي په ۷ وکيټو کلکتې ته ماته ورکړله.
ديپک چاهار د ۳ مهمو وکيټو د ترلاسه کولو په خاطر د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

هيره دي نه وي چي چينای سوپرکينګز په ۶ لوبو کي ۵ ګټلي او په ۱۰ نومرو سره جدول په سر کي ځای لري او ورپسې کلکته نايټ رايډرز لوبډله په ۶ لوبو کي د ۴ لوبو په ګټلو او ۸ نومرو په درلودلو سره د لومړي مقام څخه دويم مقام ته راغلله.