د آی پي اېل درېیمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ ترسره شوه.
حیدراباد د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.
د کلکتې لوبډلې په شل اورونو کې د شپږ وېکټو په نقصان سره د نېتېش رانا د ۸۰ منډو او د راهول ټېرېپاتي د ۵۳ منډو په مرسته ۱۸۸ منډې وکړې.
محمدنبي عیسی خېل په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې وې او ۲ وېکټې یې واخېستې.
بل پلو راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې، شوبمن ګېل یې کلین بولډ کړ او رسل یې کېچ اوټ کړ.
راشدخان د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل کې د حیدراباد لپاره لومړۍ وېکټ واخیسته.
د حیدراباد لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د جاني بېرسټو د ۵۵ منډو او د منېش پانډی د ۶۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۷۷ منډې وکړې او لوبه ترې کلکتې په ۱۰ منډو وګټله.
محمدنبي عیسی خېل په څلورمه وېکټ لوبې ته راښکته شو، خو په ۱۱ توپونو یې د دوو څلوریزو په مرسته ۱۴ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی نېتېش رانا وپېژندل شو.
د کلکتې او حیدراباد ترمنځ د لوبو تعداد
دواړو لوبډلو ټولې شل لوبې کړي، چې ۱۳ یې کلکتې ګټلي او ۷ یې حیدراباد خپلې کړي دي.
د دوشنبې په ماښام راجستان رایلز لوبډله د پنجاب پر وړاندې څلورمه لوبه ترسره کوي.
حیدراباد بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ماښام له بنګلور لوبډلې سره لري.
د وارنر خبرې
ډېوېډ وارنر وویل چې مونږ دومره سوچ نه کاوه، چې دا وېکټ به د توپوهنې لپاره برابره وي، مونږ د هر لومړي توپونه ښه ونه شوای لوبولای او ملګرتیا ډېره ونه غځېده.
یواځې د جاني بېرسټو او منېش پانډی لوبه غوره وه.
مونږ خپلې لومړۍ وېکټې ژر له لاسه ورکړې او شبنم بیا حالت بیخي بدل کړ.