ژباړه: نجم الرحمن ناصري
خرما د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري او د ډېرو ناروغیو درملنه پرې کېږي چې له هغې جملې څخه کولای شو د زړه د ستونزو، کمخونۍ، جنسي اختلالاتو، اسهال، د ګوارشي سیستم سرطان ته اشاره وکړو. همدارنګه د خرما یوه بله ځانګړنه دا ده چې د وزن د ډېردو لپاره ګټوره ده.
خرما د بېلابېلو ويتامینونو معدني موادو او فیبر ټولګه ده. دا مېوه د غوړیو، اوسپنې، کلسیم، فاسفر، مس او پتاشیم لرونکې ده، چې ټول د روغتیا لپاره ګټور دي. د ډېری ډاکترانو په توصیه د ورځې د یوې خرما خوړل د یوه سالمه ورځني خوراک د درلودو لپاره اړین دي.
د خرما خواص لامل شوي چې دا مېوه د ماهیچو د ودې لپاره له ټولو ښه خوراک وټاکل شي. له خرما څخه په څو ډولونو ګټه پورته کېږي، لکه د خرما او شیدو جوړښت د خرما او مستو او د خرما او کوچو چې خوند یې سل چنده کوي.
د خرما ګټې
دا ډول جوړښت د ماشوانو او مشرانو لپاره ګټور دی، خصوصاً د هغه کس لپاره چې د جراحت دوره پرې تېره شوې وي. د نویو طبي څېړنو پر بنسټ خرما د ګوارشي سیستم د سرطان په مخنیوي کې مثبت اغېز لري.
مسلمانان له سنتي او فرهنګي پلوه خپله روژه په خرما او اوبو ماتوي، د خرما په واسطه روژه ماتول د روژهماتې پر وخت کې د ډېر خوراک د مخنیوی لامل ګرځي. کله چې خرما په وجود کې جذب شي د لوګې احساس له مینځه وړي. همدارنګه د خرما مصرف زموږ په عصبي سیستم ډېر اغېز لري، ځکه چې د ډېر پتاشیم لرونکي ده.
خرما او د هډوکو قوت
خرما د ډېرو معدني موادو په درلودو سره د هډوکو له ضعف یا پوکۍ څخه مخنیوی کوي. خرما د سلنیوم، مس او مګنیزیم درلودونکې ده چې ټول د هډوکو د ودې، استحکام او د روغتیا د حفظ لپاره اړین دي، خصوصاً د هغو کسانو لپاره چې عمر یې د زیاتېدلو خواته ځي او هډوکې یې ضعیف کېږي.
خرما او د وینې کمښت
خرما د ډېرې اوسپنې درلودونکې ده، د همدې لپاره د کمخونۍ لپاره تر ټولو ښه مېوه ده. د ډېرې اوسپني په درلودلو کولای شي هغه څوک چې مادرزادي د اوسپنې له کمښت سره مخ دي د هغو دا ستونزه حل کړي، د وجود انرژي او قوت زیاتوي او همدارنګه د ستړیتوب او سستۍ د احساس د کمښت لامل کېږي.
که غواړئ چې وزن مو په طبیعي ډول ډېر شي، نو خرما او بادرنګ سره وخورئ او د اندام مناسبه حالت مو لاسته راوړئ. یوه کیلو خرما ۳۰۰۰ کالوري لري او دومره کالوري د انسان د ورځنۍ اړتیا لپاره پوره دي.