په خوست کې زما ښار کریکټ لیګ تر عنوان لاندې د ځایي انځوریزو، غږیزو،چاپي، ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو تر منځ د کریکټ سیالۍ پر خوست خصوصي کریکټ لوبغالي پیل شوې.
دغه لوبې د خوست ورزشي خبریالانو په هلوځلو سره تر سره کیږي، چې مالي ملاتړ یې د خوست ښاروالۍ پر غاړه لري.
له دغه ټورنمېنټ څخه هدف د خبریالانو تر منځ د غوره اړیکو رامنځ ته کول او هم ښاریانو ته د ښاري نظم او د ښار پاک ساتلو پیغام ورکول دي.
مراسمو ته خوست ښاروال انجینیر عبدالبصیر محمدزي په خپلو خبرو کې وویل:خبریالان او رسنۍ د ټولنې د سمون او رغون لپاره مهم مسؤلیتونه لري،چې باید دوی یې په سم ډول ومني او خپل منځ کې سالمې اړیکې وساتي.
د خوست ورزشي خبریالانو مشر حلیم مندوزي په خپلو خبرو کې له لوبیدونکو لوبغاړو/خبریالانو وغوښتل چې ښې او د مینې په فضا کې لوبې تر سره او له یو بل سره، ښه برخورد وکړي.
هغه د رسنیو له مسؤلینو په کلکه وغوښتل چې د ورزشي خبریالانو سره د دا ډول نورو پروګرامونو په تنظیمولو کې خپله همکاري درېغ نه کړي.
په دغه ټورنمېنټ کې پنځه لوبډلې میډیا چیلېنجرز، میډیا سټارز، میډیا اتلان، میډیا زلمي او میډیا کېنګز لوبډلې لوبیږي، چې ټول لوبغاړي یې د رسنیو کارمندان او خبریالان دي.
د دغه ټورنمېنټ د پرانیستې مراسم پرون په خوست کریکټ شخصي لوبغالي تر سره شول چې د خوست ښاروالۍ مسؤلینو،د رسنیو استازو په خوست کې د کریکټ بورډ استازي او د کریکټ مینوالو پکې ګډون درلوده.
د پرانیستې مراسمو وروسته د ټورنمېنټ لومړۍ لوبه د مېډیا سټارز او مېډیا زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
میډیا زلميانو په پوره پنځلسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ چې په مقابل کې میډیا سټارز ټوله لوبډله په ۱۱۳ منډو جوړولو وتوانیده؛ په دې سره میډیا زلمیانو د ۴۵ منډو په توپير لوبه وګټله.
د ټورنمېنټ دوهمه لوبه به د میډیا اتلان او میډیا چلنجرز لوبډلو تر منځ سبا د سه شنبې په ورځ ماسپښین تر سره شي.