- راپور: بهار سمسور
دغه لوبې چې د خوست ورزشي خبریالانو په نوښت د خوست شخصي کریکټ لوبغالي باندې پیل شوې نن یې له الف ګروپ څخه د ازمون راډیو او سولې پیغام راډیو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
ازمون چې د ګروپ وروستی درېیمه لوبه یې وه، د لوبډلمشر بهار سمسور د ټاس په ګټلو یو ځل بیا توپوهنه انتخاب کړه.
د ازمون پیلیزو توپوهوونکو بهار سمسور او نسیم الله شاکر نننۍ لوبې ته د تېر په څېر بهترینه پیل ورکړ چې د لوبې په بریا کې یې مهم رول ادا کړ د ازمون سټارز لپاره نسیم شاکر ۶۷ منډې تر لاسه کړې.
د ازمون راډیو له لوري په ون ډاون کې اکبرعلي سمون بهترینه لوبه وکړه او د لوبې ترپایه په ۵۷ منډو ناسوځیدلی پاتې شو چې شهیدالله ځواک یې د چټکو ۴۶ ناسوځیدلې منډو ملګرتیا وکړه او ازمون پوره څوارلس اورونو کې د دوه لوبغاړو سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو ستر هدف کېښود.
ټاکل شوي هدف ته د سولې پیغام لوبډلې ځان ونشو رسولی او پوره څوارلس اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیات ۱۱۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۷۷ منډو په توپیر وبایلله.
د ازمون سټارز لپاره په توپ اچونه کې عزیز مشال او اکبرعلي سمون درې-درې خو شهیدالله ځواک او سیف زینار یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.
اکبرعلي سمون د دریو ویکټو تر څنګ د نیمه سلیزې په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ازمون سټارز په خپل ګروپ کې هوا رادیو کریکټ لوبډلې،ولس زرغون کریکټ لوبډلې او هم سولې پیغام لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ.
ازمون سټارز به په لومړی نیمه پایلوبه کې د ب ګروپ له دوهم مقام اخیستونکې لوبډلې سره د راتلونکي پنجشنبې په ورځ ولوبیږي.