د لوړو غرونو تر منځ د کریکټ اختریزه میله،چې سلګونه کسان یې نندارې ته راځي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: بهار سمسور
د خوست ولایت اړوند ګربزو ولسوالي چې مرکز ته په اووه کیلومټرۍ کې پرته ده،خو د دې ولسوالۍ په یوه لرې پرته غریزه سیمه کې ؛چې له پاکستان سره فرضي کرښه کې نیږدې قرار لري د مښې کنډو (مشې کنډو) په سیمه کې د غرونو تر منځ په کنډ کپر ځمکه د کریکټ لوبې په ځانګړي ډول د دغه سیمې نوم او اختریز ټورنمېنټ د خلکو تر منځ شهرت موندلی.
دغه اختریزه میله د اختر په لومړی او کله هم په دوهمه ورځ پیلیږي؛ چې یو وخت د خوست د نورو سیمو د لوبډلو تر څنګ ځایی او هم د کوزې پښتون خوا لوبډلو پکې ګډون کړی و؛ خو دا ځل یوازې د خوست د بېلا بېلو سیمو لوبډلو پکې ګډون کړی.
د ټورنمېنټ جوړونکی او د دغې غریزې سیمې اوسیدونکي نیازولي مشوال له یاران ډاټ کام سره په ځانګړو خبرو کې وویل:

نیازولي

«دیارلس کاله کیږي چې په هر اختر کې دا ټورنمېنټ جوړوم،یوازینی هدف مې د دې سیمې د کریکټ لوبغاړو لپاره زمینه برابرول،د خلکو او کریکټ مینوالو لپاره د اختریزې میلې او بانډار جوړول دي.»

د مشوال په خبره چې یو وخت یو ټورنمېنټ کې ورسره ۴۹۶ لوبډلو ګډون کړی و خو د اختر په ورځو کې یوازې ۲۶ لوبډلو ته د ګډون حق ورکړل شوی او دوی به دوه اونۍ د یو بل خلاف ولوبیږي ، بیا به دوه مخکښې لوبډلې د اختریز ټورنمېنټ په پای لوبه کې ولوبیږي.
د ده خبره ده چې سره له دې چې دغه ټورنمېنټ د ولایت په کچه ښه نوم لري او هم په دغه سیمه کې زیات کریکټ لوبغاړي هم شته چې د ولایت او هم هېواد ملي لوبډلو ته د جذب لپاره پرې کار کول حق دی؛ولې کریکټ بورډ او هم د بورډ اړوند خوست ادارې او یا هم ورسره د مېس عینک زون مسؤلینو هیڅ همکاري نه ده کړې.
دا ځل هم د دغه ټورنېمټ د لوبې لپاره د اختر په دوهمه ورځ لسګونه ځوانان د خوست له بېلابېلو سیمو نندارې ته راغلي ؤ.
د دغې اختریزې میلې بله ګټه دا ده چې زیاتره د سیمې اوسیدونکي د ټورنمېنټ له پیل سره سم د خوارکي توکو او مشرباتو د خرڅلاو ځایونه جوړوي او د ورځې له زر نیولې تر پنځه زره افغانیو پورې سودا هم کوي.
د ګربزو ولسوالۍ اړوند له دغې فرضي کرښې سره په څو کیلومیټرۍ کې په دغه غریز او کنډ کپر کریکټ لوبغالي کې لسګونه او حتأ سلګونه کسان پرته له کومې امنیتي اندیښنې د لوبې نندارې ته راغونډیږي او د دغه اختریز کریکټ ټورنمېنټ چې د (سولې جام) په نوم یې نومولی د کریکټ له میلې خوند اخلي.

یو تن ځوان نظیف الله مفتون یاران ډاټ کام ته وویل دی له ښاره دغې غریزې سیمې ته له ملګرو سره ځکه د اختر په چکر راغلی چې د طبعي ښکلاګانو تر څنګ دلته د کریکټ اختریزه میله هم کیږي او دوی د اختر چکر او تفریح لپاره په همدې وجه دا ځای انتخاب کړی تر څو د څو شیبو لپاره د کریکټ د لوبې د ځوانانو له اتڼونو او هم د دغې سیمې له طبعي ښکلاګانو لزت یوسی.