کندز کې د خوش‌تپې کانال د سربند د سیمې مطالعات پیلیږي

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»، د ‏«SWIM»‏ پروژې او قراردادي شرکت له چارواکو سره د خوش‌تپې کانال د سربند د پروژې د دویم پړاو د ارزونې او ششنې غونډه وشوه.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې غونډه کې وویل شوه، چې ټاکل شوې د روان کال د نوامبر په لومړی نېټه د کندز په ولایت کې د امو سیند په مسیر کې د خوش تپې کانال د سربند د سیمي څېړنه پیل شي.
ویل شوي؛ په دې څېړنه کې به روښانه شي، چې سربند د امو دسیند په کومه برخه کې په پام کې ونیول شي.
د خوش‌تپې د اوبولګولو د پروژې اوبه د امو له سینده تامنیږي، چې د کندز له ولایت څخه پیل او د فاریاب په ولایت کې پای ته رسیږي.

د کرنې وزارت زیاته کړې؛ ددې پروژې په پلي کولو سره څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره نوي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د یادې پروژې د لومړي پړاو څېړنې بشپړ شوي دي او د ۲۰۲۱ ام کال په لړ کې به نور پړاوونه یې هم بشپړشي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د خوش‌تپې د پروژې د دویم پړام د شونتیا سنجولو د ماطالعاتو په برخه کې د «‏USAID»‏ ادارې او  «‏SWIM»‏» پروژې له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د خوش‌تپې پروژې د سربند په اوږدو کې د بلخ ولایت د کلدار سیمې تر ۸۰ کیلومتری چې د خوش‌تپې د پروژې کابو ۳۰ سلنه جوړوي د شونتیا سنجولو په هکله هم خبرې اترې وشوې. د   SWIM»‏» پروژه پاتې سیمې له خوش‌تپې د کلدار ترسیمې چې ۸۰ کیلو متره اټکل کیږي، د لایحې شرایط «ToR»، د شونتیا سنجولو اسانتیاوې او د اړتیا وړ بودیجه تخمین او محاسبه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.