ژباړه: حمیدالله حمیدي
د عمر په لوړېدو سره د شپې لخوا ښه خوب کول ورځ تر بلې سختېږي. هغه ورځې چې کاري بوختیاوې مو زیاتې وي او له ذهني اړخه ډېر ستړي کېږئ بیا نو په هېڅ ډول ژور او ښه خوب شونی نه دی. عمر، دندې او شخص ته په کتو د خوب ساعتونه هم توپیر کوي. د ځینو خوب کم او د ځینو بیا دومره زیات وي، چې په هغه ټاکلي وخت کې هم نه پوره کېږي.
له موږ سره اوسئ، تر څو په دې اړه نور هم پوه شئ:
د خوب د برخې متخصص ډاکټر جاکوب تایتلباوم وایي، نن سبا په انسانانو کې بې خوبي یوه عامه ناروغي ده. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو خپله پوره خوب کوئ؟ وایي:
« موږ په یوه داسې تولنه کې ژوند کوو، چې ټول وګړي یې له بې خوبۍ سره مخ دي. دی وایي سمه ده چې ځینې کسان به په یوه شپه او ورځ کې له ۹ ساعت زیات خوب کوي، خو منظم او ارام خوب به یې نه وي کړی. هغه زیاتوي، ما په ۳۵ کلنۍ کې په ټوله شپه او ورځ کې ۹ ساعته خوب کاوه، خو اوس مې د خوب کچه ۶ ساعته او ۴۵ دقیقو ته را ښکته شوې ده. دی وایي خلک دې ته کافي خوب وایي، خو نه پوهېږي، چې د بې خوبۍ له ناروغۍ سره مخ شوی دی.
دا سمه ده چې د بې خوبۍ ټولې نښې نښانې درک کول، ستونزمن دي، خو لاندې نښې د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو له بې خوبۍ سره مخ شوي یاست.
۱- ژر ویده کېږئ
په اسانۍ سره ویده کېدل، د بې خوبۍ نښه ده.
ایا تاسو د هغو کسانو په ډله کې راځئ، چې لا یې بالښت ته سر نه وي ور نیږدې کړی او ویده شوي وي؟ کېدای شي ځینې کسان په هر ډول چاپېریال کې د ویده کېدو سره عادت وي او ژر یې خوب یوسي، خو که خبره دا ډول نه وي، ارو مرو د بې خوبۍ پر ناروغه اخته یاست. ډاکټر دان دور- ستایتس وایي، د بې خوبۍ تر ټولو لویه نښه دا ده چې کس په اسانۍ سره خوب وړي. دی وایي کله هم داسې شوي، چې تلوزیوني خپرونه ګورئ او خوب مو یوسي، یا دا چې په دفتر کې د لږې دمې پر مهال مو خوب وزنګوي؟ دده په خبره که له دې ډول پېښو سره مخ شوي یاست، نو د شپې لخوا ډېر خوب ته اړتیا لرئ.
۲- له معمول حد څخه ډېر خوب کوئ
له ټاکلې اندازې زیات خوب کول، د دې ښکارندویي کوي، چې ډېر خوب ته اړتیا لرئ. ډاکټر دان دور- ستایتس وایي، له معمولي او ټاکلي وخت پرته خوب کول د بې خوبۍ نښه ده. د بېلګې په توګه که یوه اونۍ د کار د زیات فشار له کبله د شپې ۶ ساعته خوب وکړئ او د اونۍ په اخر کې بیا هر وخت در باندې خوب راځي او د ستړیا احساس کوئ، هغه ده چې له بې خوبۍ سره مخ شوي یاست.
۳- فکر مو ګډوډ او تمرکز مو کم شوی
دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې بې خوبۍ پر دې مسلې اغېز لري. ایا تر اوسه داسې شوي، چې د نورو ورځو برعکس خپل ټاکلی کار در څخه پاتې کېږي او ستړي کېږي؟ ارو مرو بې خوبه شوي یاست. ډاکټر دان دور- ستایتس وایي، هغه کسان چې د شپې لخوا په کافي اندازه نه ویده کېږي، د ورځې لخوا نه شي کولی خپل کارونه په پوره دقت او تمرکز سره ترسره کړي.
۴- د بدن ځواک مو کمزوری شوی دی
د بدني ځواک کمزوري د بې خوبۍ نښه ده.
که تاسو فکر کوئ، چې د اونۍ په اوږدو کې د شپې لخوا په کافي اندازه خوب کوئ، خو بیا مو هم ځینې فزیکي کارونه لکه ورزش او نورو ته له وسه وتلي وي، پوه شئ چې تاسو له دې نه یو څه زیات خوب ته اړتیا لرئ. ډاکټر دان دور- ستایتس وایي، کله چې انسان له بې خوبۍ سره مخ شي، بیا نو ورته په ورزشي کلاسونو کې ګډون کول بې خونده او یا هم بیخي ناشوني کېږي. ان کله کله ورته له ماشومانو سره لوبې کول چې په زړه پورې کار دی ستونزمن کېږي.
۵- جنسي لېوالتیا مو کمه شوې ده
کافي خوب او د خوب کمښت پر جنسي مسایلو مستقیم اغېز پرې باسي. ډاکټر دان دور- ستایتس وایي، که د ژوند له ملګري سره د جنسي اړیکې لپاره لېوالتیا نه لرئ، په ډېر احتمال لامل به یې بې خوبي وي. نوموړی وایي، د خوب کمښت په بدن کې د (تستوسترون) د کموالي لامل کېږي، چې دغه څه پر جنسي تمایل منفي اغېز کوي. خو که کافي خوب هم په دې برخه کې ګټه ونه کړه، بیا له اړوند متخصص سره مشوره وکړئ.
۶- په بدن کې د درد احساس کوئ
له نورو لاملونو پرته په بدن کې د دردونو احساس د بې خوبۍ نښه ده.
کېدای شي ستړي شوي وي. په بدن کې د زیاتو دردونو اصلي لامل سخت کار او ناروغۍ کېدای شي. خو ډاکټر تایتالباوم بیا په دې اند دی، چې د خوب کموالی هم په بدن کې د دردونو لامل کېږي. دی وایي، موږ چې کله ویده کېږو، بدن مو نوي هرمونونه جوړوي او تخریب شوې حجرې ترمیمېږي. بې خوبي د دې لامل کېږي، چې دغه پروسه ټکنۍ شي او په بدن کې د دردونو لامل شي.
وروستۍ خبرې
کافي خوب د انسان اساسي اړتیا او د ښې روغتیا لپاره اړین څیز دی. بې خوبي د انسان په بدن کې د ډول ډول ناروغیو او ستړیا لامل کېږي. تمرکز له منځه وړي، اشتها کموي، چې دغه څه د وخت په تېرېدو سره د انسان د بدن د کمزورۍ لامل کېږي. د خوب مهال وېش ته مو پام وکړئ او هره شپه باید په کافي اندازه خوب وکړئ.
نوي زېږېدلي ماشومان هغه چې له (۴ تر ۱۱) میاشتو عمر لري:
د دغه عمر ماشومومان باید لږ تر لږه ۱۰ ساعته خوب وکړي. له درې میاشتنۍ وروسته په هېڅ ډول باید د ماشوم خوب تر ۱۸ ساعتونو وا نه وړي.
له خاپوړو تر دوه کلنۍ:
د دغه عمر ماشومانو ته له ۱۱ نیولې تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب کافي دی.
څېړونکي پر دې اند دي، هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۳ او پنځو کلونو تر منځ دي، کولي شې له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې په یوه شپه او ورځ کې خوب وکړي، خو خوب یې باید چې له ۸ کم او له ۱۴ ساعتونو زیات نه شي.
ښوونځي ته تلونکي ماشومان هغه چې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې عمرونه ولري، د دغه عمر ماشومانو ته څېړونکي له ۹ نیولې تر ۱۱ ساعتونو پورې د خوب توصیه کوي. هڅه باید وشي چې د دغه عمر کسان له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
تنکي ځوانان:
هغه چې عمرونه یې د ۱۴-۱۷ کلونو تر منځ وي، د دغو کسانو لپاره مناسب خوب له ۸ نیولې تر ۱۰ ساعتونو پورې دی، پام مو وي چې دغه کسان له ۷ کم او تر ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
ځوانان:
هغه چې عمرونه یې د ۱۸-۲۵ کلونو تر منځ وي، باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته له ۶ کم او تر ۱۱ د زیات خوب سپارښتنه نه کېږي.
د لوړ عمر کسان:
هغه کسان چې عمرونه یې له ۲۶ لوړ او ۶۴ ټیټ وي، لږ تر لږه باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته سپارتښتنه کېږي چې د خوب وخت یې له پنځو کم او له نهو ساعتونو زیاته نه شي.