د ایران پلازمېنه تهران پرون له افغانستان سره د سیمې د یو شمېر مقتدرو هېوادونو( روسیې، چین، هند او ایران) د ګډې امنیتي غونډې کوربه و.
دا غونډه، د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي کلنۍ غونډې سره هم مهاله بلل شوې وه چې د یادو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د لوړپوړیو پلاویو په مشرۍ پکې برخه لرله.
لویدیځ او افغانستان ته پيغامونه
د غونډې برخوالو ختیزو قوتونو ظاهراً لویدیځ ته دا پيغام ورکړ چې افغانستان له دوی سره د ټولو ستراتیژیکو او امنیتي همکاریو باوجود له دوی سره له ګډو ناستو او همغږیو لیرې نه شي پاتې کیدای.
افغانستان ته هم دغې غونډې یو تریخ پيغام او خبرداری درلود؛ هلته د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشف رسماً خبرداری ورکړ چې افغانستان د داعش ډلې په وسیله په دویمې سوریې بدلیدونکی دی.
د ونډې غوښتنه
روسیه چې په سیمه کې د امریکا ضد ایتلاف نا اعلان شوې مشري کوي او د ځینو نورو هېوادونو په شان یاد شوی هېواد په افغانستان کې د داعش ډلې په رامنځته کولو او تمویل تورنوي، پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي نه؛ بلکې سیاسي حل لاره لري.
له سیاسي حل لارې، د روسیې هدف یو ځل بیا دا و چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته په سیاسي ډګر کې د یوه لوی قوت په توګه د ونډې ورکولو ترڅنګ پخپلو سیاستونو کې سیمه ییزې اړیکې؛ په ځانګړي ډول د روسیې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چې په یاد شوي کنفرانس کې د افغان پلاوي مشري یې کوله، له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې یې د افغانستان د فعالې ونډې د ژمنې ترڅنګ ویلي چې له ترهګرو ډلو سره د هر اړخیزو مرستو له بندیدو پرته دغه مبارزه مطلوبې پایلې نه شي لرلای.
دا دریځ د سیمه ییزو هېوادونو د ادعاوو او خبرداریو پر وړاندې واقعاً یو ښه دریځ دی. دا دریځ له اوږدو کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د سیاست یوه برخه او پر واقعیتونو ولاړ دی.
ناقانع کوونکې هڅې
د افغان دولت پورتنی دریځ، سره له دې چې د ستاینې وړ دی خو د قناعت وړ ځکه نه دی چې افغانستان د ترهګرۍ، هر اړخیزو بهرنیو لاسوهنو او ورځ تربلې پراخیدونکې بحراني جګړې قرباني دی.
افغان دولت ته په کار دا ده چې هم د سیمې له هېوادونو او هم له نړیوالو متحدینو سره یې د ترهګرۍ د بحث په اړه د عکس العملي دریځ پرځای مبتکرانه دریځ ولري.
مبتکرانه دریځ دا کیدای شي چې زموږ دولت ختیځ او لویدیځ دواړه وپوهوي چې افغان دولت ته تر هرڅه لومړی د افغانستان ملي ګټې، بقا او سلامتي مهمه ده.
دا دریځ هغه مهال په واقعي مانا رامنځته کیدای او عملي کیدای شي چې دولت هم پخپل جوړښت کې او هم د ټول هېواد د سیاسیونو په کچه د ختیځ او لویدیځ له لوبو د افغانستان د ژغورنې لپاره پياوړې همغږي ولري.
د دې همغږۍ تشه له بده مرغه ورځ تربلې په جدیت سره محسوسیږي چې دوام یې له شک پرته افغانستان ته هر ډول خطرناکې پایلې لرلای شي.
افغانستان څنګه وژغورو؟
په دې ورځو کې دا خبره تقریباً د هر افغان سیاسي فعال په خوله ده چې افغانستان د لویو قدرتونو د نیابتي جګړې په میدان بدلیدونکی دی.
د رامنځته شوي باور له مخې، یو لوری د داعش ډلې او بله ډله د طالبانو په وجود کې خپلې ګټې خوندي ویني. همدا شان باور دا دی چې حکومت او سیاستوال هم پر دوو لویو نړیوالو قوتونو سره تقسیم دي او د ګټو د تامین لپاره یې سره جنګیږي.
په داسې فضا کې، له یوې خوا ورځ تربلې په افغانستان کې د جګړې اور تودیږي او له بلې خوا په سیاسي برخه کې اختلافونه تر دې رسیدلي چې ختیځ پلوه سیاستوال په ښکاره له امریکا سره پر امنیتي تړون بیا کتنه غواړي.
له ناندریو ډک دغه وضعیت نه په واقعیت کې د خلاصون ستونزمنه، خو اسانه او تر ټولو اړینه لاره همدا ده چې حکومت او سیاسي قشر په ګډه د یوه تاریخي او وجداني مسولیت له مخې د افغانستان د ملي ګټو پر محور پر ګډې اجماع سره را ټول او په یوه خوله د افغانستان د ګټو په تعریف سلا او د عملي کیدو لپاره یې د ټولو خطرونو او موازنو په پام کې نیولو سره لاس په کارشي!