د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن (دوشنبه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دی د سولې د نوبل جایزې ارزښت نلري.
له تېرو څو ورځو راهیسې، یو شمیر پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی، چې پکې د سولې نوبل جایزې له ورکوونکې کمېټې غوښتنه شوې، څو د سږ کال د سولې نوبل جایزه عمران خان ته ورکړي.
د عمران خان پلوي پاکستانیانو وروسته له هغې لومړي وزیر ته د سولې نوبل جایزې غوښتوونکي شول، کله چې نوموړي د هندوستان اسیر جګړه مار پیلوټ خوشی کړ. عمران خان دا کار د سولې لپاره خپل حسنِ نیت وباله، خو هندوستان وايي، دا د جینوا د نړیوال کنوانسیون سره سم کار و.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوداري هم وړمه ورځ د پاکستان پارلمان ته په یوه لیکلې طرحه کې لومړي وزیر عمران خان ته د سولې د نوبل جایزې د ورکړې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، “عمران خان د اسلام اباد او ډهلي ترمینځ د کړکیچ په کمولو کې د پام وړ رول ولوباوه”.
بل پلو عمران خان په خپل تازه تویټ کې ویلي:
“ددې جایزې (د سولې نوبل جایزې) حقدار هغه څوک دی، چې د کشمیر مسله د کشمیریانو په خوښه حل و فصل کړي؛ او په سیمه کې د سولې او بشري پیاوړتیا لپاره کار وکړي.”
د هندي پيلوټ ستنیدل:
د هندوستان د هوايي پوځ پیلوټ، ابي نندن، هند ته په رسیدو سره ویلي، چې پاکستاني حکومت ډبولی نه دی؛ خو په ذهني ډول يې ازار کړی او دماغ يې ورته ګډوډ کړي.
پاکستان وايي، هندي پیلوټ يې د سولې لپاره د ښه نیت لپاره خوشي کړ؛ خو هند وايي، پاکستان اړ و، چې د جینوا د کنوانسیون اصولو سره سم يې دا پیلوټ ورسپارلی وای.
په افغانستان کې د هندوستان او د پاکستان د روان کړکیچ یو شمیر څارونکي وايي، چې پاکستان له ویرې او د نړیوالو فشارونو له امله هندي پیلوټ ورخوشی کړ، او په دې کې د سولې لپاره کوم حسن نیت نشته.
کړکیچ:
کله چې پاکستان میشتي جیش محمد ډلې د فبروري په ۱۴ مه د هند په نیمه پوځي سرتیرو په کشمیر کې ځانمرګی برید وکړ او لږه تر لږه ۴۰ سرتیري يې ووژل؛ هندوستان پاکستان ته په قهر شو، او د دوه اونیو په موده کې يې خپلې جنګي الوتکې پاکستان ته ورواړلې او د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ کې د ترهګرو یو پټنځای بمبارد کړ. هند اداعا کوي، چې په دغه برید کې يې تر ۳۰۰ پورې د جیش محمد ډلي غړي او مشران ووژل.
پاکستان دا برید په خپله خاوره تیری وباله او د ځوابي برید هڅه يې وکړه، چې په پایله کې يې د پاکستان یوه جنګي الوتکه ویجاړه شوه او د هند یوه الوتکه او یو پيلوټ نادرکه شول. وروسته ثابته شوه، چې دا هندی پیلوټ د پاکستان حکومت نیولی.