د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مخکې له دې چې پاکستان او سیمې ته په سفر ورسیږي، خپل افغاني الاصله مشهور دیپلومات زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل سلاکار ټاکلی.
د خلیلزاد ټاکنه؛ هغه هم د افغانستان او سیمې په داسې حساس حالت کې ګڼ پيغامونه او موخې لري.
خو دا پيغامونه او موخې څه دي؟
د سیمې بدل شوی وضعیت
په ۲۰۰۱کې افغانستان او سویل ختیزې اسیا ته د امریکا د راتلو په وخت په نړیوال سیاسي ډګر کې له خپلو حریفانو سره د دغه هېواد اړیکې که هرڅنګه وې، خو د افغانستان په اړه یې موخې له لویه سره شریکې وې.
د طالبانو حکومت له پاکستان پرته د سیمې یوه هېواد ته هم په ګټه نه و. هغه مهال ډېرو سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو په مختلفو ډولونو طالب ضد جنګیالي تمویلول، ځکه خو یې سیمې ته د امریکا له راتلو سره مرسته وکړه او تر یوه وخته ورسره اوږه په اوږه د موخو ملګري وو.
په افغانستان کې د جګړې له بیرته پياوړي کیدو او دلته د امریکا د پوځي اډو له مسئلې سره د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د امریکا له ملګرۍ په شا شول. دوی ظاهراً د امریکایي اډو موجودیت پلمه کاوه، خو په ځینو برخو کې یې د نورو اختلافونو زور هم په همدې ټکي ویسته.
په افغانستان کې د امریکا د پوځي او سیاسي حضور له پيله تراوسه، چې هغه مهال خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکاځانګړی استازی و، د سیمې وضعیت ډېر بدل شوی.
اوس په ښکاره وسله وال طالبان د روسیې او نورو هېوادونو لخوا حمایه کیږي، په افغانستان کې په کور دننه حتا مخکینی امریکا پلوی ولسمشر حامد کرزی په سیمه کې د امریکا حضور پارونکی او بې ضرورته ګڼي او نور داسې مخالف بحثونه هم پيدا شوي.
افغان سوله او خلیلزاد
خلیلزاد له دې کبله، چې د افغانستان د موقت حکومت د جوړیدو په وخت کې یې د مختلفو دښمنو لوریو استازي سره جرګه او ګډو هوکړو ته رسولي، امریکا او نورو ته یو بریالی دیپلومات ښکاري.
افغانستان هم د هغه ټاکنې ته په دې خوشبین دی، چې د افغانستان مسایل د نورو امریکایي استازو په پرتله ښه درک کولای، تحلیلولای او همغږي کولای شي.
خلیلزاد ته خاصه هیله مندي دا ده، چې هغه د پاکستان او ایران پر وړاندې غوڅ دریځ لري او په دې دلیل امریکایي چارواکي پر دغو هېوادونو د سولې راوستو او له ترهګرۍ څخه د نه ملاتړ لپاره فشار راوستو ته هڅوي.
د افغان سولې په اړه وروستیو نسبي لاسته راوړنو او پراخو شویو هڅو ته په پام سره داسې ښکاري، چې امریکا د ده له بیا ټاکنې سره د سولې راوستو لپاره خپلې هڅې پياوړې کوي.
د خلیلزاد د ټاکنې پيغامونه
امریکا له څو کلونو راهیسې په سیمه کې د پاکستان له رول څخه ناراضه ده، چې په دې لړ کې یې له دغه هېواد سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه خپلې مرستې هم کمې کړي.
دخلیلزاد ټاکنه؛ هغه هم سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم مهاله یو پيغام دا لري، چې امریکا که پاکستان سره د مرستو د بیا پيل اعلان هم کوي، خو د خلیلزاد په شان استازي او مشاورین یې شته، چې د مرستو محسوسې پایلې څاري.
د خلیلزاد ټاکنه د افغانستان د ناندریز سیاسي وضعیت د مهارولو پيغام هم لري، ځکه هغه له اکثرو مطرح افغان سیاستوالو سره ښې اړیکې لري او کولای شي، چې د تېرو تجربو په دوام د دوی خپلمنځي ناندرۍ کمې او د لویو مسایلو په اړه یې ګډ کار او همغږۍ ته وهڅوي.