په هند کې د فاضله موادو د یوه مړ شوي پاکوونکي عکس د هغه زوی ته د ۴۴ زره ډالرو مرستې د ټولیدو سبب شو.
دغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې په داسې ډول خپور شو، چې ماشوم زوی د مړ پلار سر ته په ډېر مظلومانه انداز ولاړ دی.
په یوه بل عکس کې دغه ماشوم د خپل پلار( آنیل) د سوزول کیدو ځای سره په چېغو ژاړي او د هغه نوم اخلي.
آنیل او د فاضله موادو د نورو کاریګرانو ژوند
آنیل د فاضله موادو د پاکولو یو ۲۷ کلن کارګر و. هغه د خپل کار پروخت د یوه پړي د شلیدو له کبله د فاضله موادو څاه ته وغورځید او ومړ.
د آنیل کورنۍ د هغه د سوزولو د مراسمو مالي وس نه لرلو. دوی د دې کار لپاره هم له ګاونډیانو مرسته وغوښته.
د آنیل یو ۴ میاشتینی ماشوم تېره میاشت د سینې ناروغۍ له کبله بې درمله ومړ. آنیل د هغه د درملنې پیسې نه لرلې.
آنیل نه اوس یوه لور او زوی یتیمان پاتې دي.
په هند کې نیږدې ۱۰۰ تنه هره ورځ د فاضله موادو د پاکولو پر وخت مري. دغه کسان ټول د دغو موادو د پاکوونې کاریګران وي.
د کارګرانو ټولنې حکومت او د فاضله موادو د ټولونې شرکتونه د دغو موادو د کارګرو پر وړاندې په ناپامۍ تورنوي.
د دوی په وینا تر ټولو په بد حال کې ژوند تېرونکي خلک هم دوی دي، ځکه نه یې په ژوند چندان امتیاز په لاس ورځي او نه له مرګ وروسته کومه بیمه، تقاعد یا بل امتیاز لري.
د خبریال مرسته
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې خبریال شیو ساني د آنیل د مړي عکس پرخپلې ټویټر پاڼې خپور او د هغه په اړه لنډ معلومات پکې ولیکل.
ساني پخپل ټویټر کې لیکلي وو:
(( زه یو بد مرغه خبریال یم، په ځلونو مې داسې لړزونکې صحنې لیدلي، خو دغه صحنه راته تر ټولو لړزونکې وه)).
د شیو ساني دغه ټویټ زرګونه کسانو شیر او د آنیل له کورنۍ سره د مرستې غږ وکړ.
ساني د آنیل کورنۍ ته تر ډېرو هندي پیسو له ټولیدو وروسته، چې ډالري معادل یې ۴۴ زره و، وویل: زما هدف هم د هغه کورنۍ ته د مرسته کوونکو پام اړول و.
دی زیاتوي: دا مرستې باید یوازې د آنیل تر کورنۍ محدودې نه شي، د فاضله موادو هر کاریګر داسې ژوند لري.