د ښه ژوند او بریا په اړه ګټوره لیکنه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: شمس‌الدین شمس
دا بايد ومنو چې ژوند دومره اسانه نه دی څومره يې چې موږ فکر کوو، ځکه ژوند دومره لوړې، ژورې، سړې او تودې لري، کله کله فکر کوو چې کاش له پيدايښت مخکې مو يوه دوره ازمايښتي ژوند کړې وای تر څو د مناسب ژوند په لارو ګودرو پوه وای. ښه نو که غواړو چې ژوند هغه ډول وکړو څه ډول چې مناسب دی نو بايد د هغو خلکو لاره ونيسو چې د ژوند له اغزنې لار روغ رمټ تير شوي، او که داسې مو وکړل نو د حياتي او مهمو پريکړو په وخت کې به داسې فکر کوو چې ګوندې دا مرحلې زموږ په ژوند کې په ځلونو، ځلونو تکرار شوي؛ په هسکه غړۍ به د خپل مسير ټاکنه کوو او په ځان کې به د ژوند کولو لپاره کافي توان او وړتيا وينو.
دلته اوس ۹ هغه ټکي چې هوساينه دربښلې شي، راسره ولولئ:
۱_مسکا د سر ټولو غړو ته هوساينه وربښي، ذهني کشمکش رفعه کوي او د خوندور او زړه راښکونکې احساس د پيدا کيدو لامل ګرځي.
۲_ولې په اوبو کې کبانو ته په ليدو انسان د سکون احساس کوي؟ دا ځکه چې کبان په کراره کراره حرکت کوي،ارامه ساه اخلي او هر څه ته ډير په ځير ځير ورګوي او دا منظره ټيک د غرونو او سيندونو له منظرې سره ورته وي.
۳_که غواړئ هوسا اوسئ پياده وګرځئ ستاسې قدم وهل له ذهني فشار سره د مقابلې لامل ګرځي؛ پياده ګرځيدل څه دومره ګران کار هم نه دی چې ازمايښت ته دې اړتيا ولري، او هو ريښتيا ددې کار ګټه تاسې د شل پنځه ويشت متره مزل وروسته معلومولې شئ.
۴_د خپلې سا اخيستو غږ ته غوږ ونیسئ؛ کله چې پوه شوئ چې د غوسې تنور مو په توديدو دی نو د ساه ايستو او اخيستو غږ ته غوږ شئ او که مو دا غږ احساس که نو هوساينه له تاسې سره ده.
۵_که چيرې داسې يو خاص ځای وي چې تاسې ته سکون دربښي نو تر وسه وسه کوښښ وکړئ چې ورشئ ځکه له تاسې سره عادي حالت ته د راستنيدو لپاره همدا لاره ده.
۶_کله چې روحي فشار پرتاسې برلاسې شو خپل سر په دواړو لاسونو کې ونیسئ او چاپي يې کړئ؛ ځکه د طب د ځينې لارښونو له مخې کله چې په مغزو فشار راشي د فشار له منځه وړلو لپاره د سر د بهرنۍ برخې په چاپي کولو (زور کولو) سره مغز عادي حالت ته راګرځي.
۷_خپلې ستونزې وليکئ: ځينې لارې چارې شته چې د ستونزو د رفع کيدا لامل ګرځي او يا کله چې تاسو خپلې ستونزې ليکئ نو پته لګي چې ستونزه له کومه ځايه پيل او حل لار يې څه ده.
۸_که غواړئ چې د ارامتيا او سکون احساس ولرئ، ميوې او سبزيجات ډير استعمالوئ او د خوړو په مهالويش کې سبزيجات ډير کړئ.
۹_هوساينه له کوچنيانو زده کړئ: ځکه دوی هر وخت د خوشالئ لپاره بهانه لټوي هڅه وکړئ چې د کوچنيانو په څير شئ.
۷ هغه خبرې چې بريا ته مو نږدې کوي:
۱_رسول الله (ص) فرمايلي: هغه کسان چې نن او پرون يې يوشان دی ناکامه دي .
۲_بنيامين ديزرائيلي وايي: ننني بريالي اشخاص، پروني ناکام ماشومان وو.
۳_چرچيل وايي: له مخالفت ويره مکوئ، ځکه بڼکه هغه وخت پورته الوتلې شي کله چې له باد سره په مقابل جهت کې واقع شي.
۴_هانري کپ وايي: بريا د هغوی په نصيب نه وي چې هيڅکله نه وي ناکام شوي بلکې د هغوی په نصيب وي چې هڅکله له مبارزې په شا، شوي نه وي.
۵_ناپيليون وايي: بريالي هغوی دي چې سر و کار يې له خپل کار سره وي.
۶_پرمودبترا وايي: زړه لوی کړه برياوې دې شميره، زړه کوچنې کړه ماتې خوره.
۷_او وايي: د احساساتو غلامي مو پام برياليتوب ته اړوي او محدوديتونه د بريا اسباب راکموي.
د غوره ژوند اته لارې چارې:
۱_که فکر وکړئ چې د ژوند وروستئ اونۍ مو ده نو لمړی به کوم کارونه وکړئ؟ له چاسره به ناسته ولاړه بس کړئ؟ او هغه کوم کارونه دي چې اوليت به ورکړئ؟ هلئ هغه همدا اوس وکړئ.
۲_که مو د ځان او ځوانۍ خيال وساته نو له شپيته کلنۍ هاخوا به مو په کال کې يو فيصد ذهني ګنجايش کميږي ځکه خو نو ذهني قوه ځوانه وساتئ.
۳_ټولې هغه چارې چې در په سر دي مهالويش ورته جوړ کړئ او په ټاکلې وخت يې تر سره کړئ که مو داسې وکړل ايله چې له وخت به مو ګټه اخيستې وي.
۴_هر څه په خپله وکړئ: هيڅکله چاته مه په تمه کيږئ او تمه مه لرئ چې نور به مو بار په اوږو واخلي، کله مو چې وويل زه يم هيڅ به نه وي.
۵_خپلې برياوې ولمانځئ: د بريا لمانځنه موږ ته د نورو برياليتوبونو توانايي راکوي او د بريا لار راښيي. که د بريا په لور يواځې هڅه وکړو له ياده يې باسو چې موږ بريالي يو او کيدای شي چې ستړي شو.
۶_دا هيله بښونکې جملې له ځانه سره ووايئ: زه د نيکمرغۍ وړتيار لرم، دا ووايئ نيکمرغي د انسانو د وجود يوه برخه ده او زه د نړی تر ټولو نيکمرغه انسان يم.
۷_موږ د ژوند د ښايسته کولو لار ورکه کړې ده، ډير فکر په هغه څه وکړئ چې لرئ يې نه په هغه څه چې په لاس کې مو نشته که د ژوند ښکلاوو ته فکر وکړئ ژوند به درته يوه ښکلې تجربه شي.
۸_موږ حيرانونکی مخلوق يوو: هغه مخلوق چې غالبا له خپلو وړتياوو بې خبره يوو. هرکله چې له مشکلاتو سره مخ شوئ سترګې پټې کړئ ارامه ساه واخلئ مشکلاتو ته په خپل ذهن کې حل لاره جوړه کړئ، له خپلې دروني قوي مرسته وغواړئ بيا نو سترګې پرانيزئ مرسته به له تاسې سره نږدې وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.