هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان د کيرالا ايالت مهاجرين که څه هم قرنطين کيږي خو يوه بله طريقه هم ورباندي تطبيقيږي.
کيرالا د هندوستان هغه ايالت چي د هيواد په کچه د کرونا ويروس ترټولو ډيري پيښي پکښې ثبت سويدي.
که څه هم په نړيواله کچه د کرونا ويروس د مخنيوي تر ټولو ښه لار وقايه او په کورونو کي قرنطين دی خو د هندوستان کيرلا ته بيرته هغه اوسيدونکي راځي چي په نورو ايالتونو کي مهاجر وه.
ټول هغه کسان چي دې ايالت ته راځي د روغتيا د ځانګړو ټيمونو له لوري دوا پاشي کيږي، د جامو او بکسونو سره يوځای په صابون مينځل کيږي.
20200331 1455544632689208426684300 هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي
په هغه ويډيو کي چي پر ټولنيزو رسنيو نشر سوې په کيرلا کي په لسګونو کسان پر يوه ځای پريمينځل کيږي.
که څه هم حکومت ياد ايالت د ۲۱ ورځو لپاره قرنطين کړی خو تيره ورځ تر ۴۰۰۰ ډير کسان لارو او کوڅو ته راوتلي وه ، د خوړو او پاکو اوبو د کمښت په خاطر يې لاريون کړی وو.
fldispkeralaprotests355267615809750316 هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي
په زرګونو کارګران او زده کړيالان چي ياد ايالت ته تللي په کورونو کي پاته کيدل خپل مرګ ګڼي او تر کرونا يې خطرناک بولي،که څه هم په ياد ايالت کي د کرونا ويروس تر ۲۰۰ ډيري مثبتي پيښي ثبت سويدي.
ځايي خلکو او حکومت تر خپله وسه ورسره مرسته کړې خو لا يې هم خلک کافي نه بولي.
capture 7 1 12788389911083884310. هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي
په نړيواله سطحه تر دې مهاله د کرونا ويروس ۷۹۹۶۷۷ پيښي ثبت سوي چي له ډلي يې ۳۸۷۲۰ مړه سويدي .
په هندوستان کي ۱۲۵۱ کسان په کرونا اخته سوي چي له جملې يې ۳۲ مړه سويدي.