کنګنا رناوټ به په یوه فلم کې په څلورو مشهور شکلونو راښکاره شي

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندي سینما د ملکې په نامه مشهوره فلم ستورې کنګنا رناوټ په دې ورځو کې د خپل نوي فلم په چمتوالي بوخته ده، دغه فلم د هند د یوه ایالت تامل ناډو په پخواني لومړي وزیر جي للیتا په ژوند او حالاتو جوړیږي.
جي للیتا په کال ۲۰۱۶ کال کې مړ شوی و، کنګنا په دغه فلم (تهالي وی) کې د جي للیتا رول لوبولی و.
د فلم په تړاو خپاره شوي خبرونه وایې چې کنګنا به په فلم (تهالي وی) کې د جي للیتا رول لوبولو کې په څلورو مختلیفو شکلونو راښکاره شي.
ویل کیږي چې (تهالي وی) د تامل ژبې لفظ دی چې معنی یې رهبر او مشر دی.
هند ورځپاڼه هندوستان ټائمز د خبر له مخې کنګنا د څلور مختلیفو شکلونو د تیارولو لپاره یې له بهر څخه یوه تجربه کار او تکړه سینګار کوونکی بللی.
د فلم پروډیوسر وشنو اندوری په یوه مرکه کې ویلي، کنګنا به په دغه فلم کې په څلورو مختلیف شکلونو سره راښکاره شي، دی زیاتوي چې په دغه فلم کې د جي للیتا څلور رولونه دي او په دې تړاو پروډوکشن له لومړیو زیاتې هڅې ته اړتیا لري.
وشنو اندوري زیاته کړې، چې دوی د ټولو رولونو لپاره د کنګنا د تیارولو لپاره یوه لایقه میک اپ هنرمند رابللی دی.
په یوه جدا ټویټ کې وشنو د فلم لپاره رابلل شوي د هالیوډ سینګار کوونکي نوم هم روښانه کړی چې جیسن کولنس نومیږي.
د یادولو ده چې په تهالي وی فلم لپاره رابلل شوی میک اپ هنرمند جیسن کولن د هالیوډ فلمونو (کپټن مارول، بلیډ رنر، او هنګر ګیمز په څېر مشهورو فلمونو کې کار کړی.
فلم تهالي وی لارښود ای ایل وجي دی او په فلم کې د جي للیتا د یوه وړوکې نجلۍ څخه تر تامل ناډو د اعلی وزیرې جوړېدو پورې ټوله کیسه ځایه شوې ده.
د یادولو ده چې دغه فلم په تړاو په لومړیو کې په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وه چې تهالي وی لپاره فلم جوړونکي اړینې پسې نه دې پوره کړي، دغه فلم په ۵۵ کروړه هندي روبۍ په ارزښت جوړیږي.
خو د فلم پروډیوسر اندوري دغه خبرونه بې بنسټه بللي او ویلی یې دي چې د فلم د تولید او جوړولو چارې ښه په شور او زور سره جریان لري او هر څه د پلان له مخې مخته روان دي.
ده زیاته کړې چې د فلم د شوټینګ چارې به د مشهور هندي مراسمو دیوالی له کېدو وروسته شروع شي او دا له وړاندې څخه د پلي شوی پروګرام اړوند دي.
د یادولو ده چې تهالي وي فلم به په درې ژبو هندي، تامېل او تیلګو باندې ریلیز شي.
په لومړیو کې داسې ویل شوي و چې دغه فلم په هندي ژبه کې د جایا په نوم نندارې ته وړاندې aD< خو کنګنا د فلم جوړونکو ته وړاندیز وکړ چې نوم یې په ټولو ژبو کې په تهالي وی کیږدي.
د یادولو ده چې جي للیتا تامل ناډو کې ۱۴ کالو څخه زیات لومړۍ وزېره وه، نوموړې په کال ۲۰۱۶ ډسمبر میاشت کې د ۶۸ کلنو په عمر مړ شو.