له اغاخان بنسټه د سرینا هوټل د مدیریت چارې واخیستل شوې

په کابل کې د سرېنا هوټل

د کابل سرینا هوټل، له دوو لسیزو وروسته، نن د فبروري په لومړۍ نیټه، په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه او د هوټل مدیریت یې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت ته وسپاره.

 د یاد هوتل لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د فعالیتونو د بندیدو لامل يې نه دی څرګند شوی.

د کابل سرینا هوټل په افغانستان کې یو له هغو څو لوکسو هوټلونو څخه و، چې په بیلابیلو وختونو کې یې د ډیپلوماتانو، نړیوالو سازمانونو او بهرنیو مسافرو کوربه توب کړی او اوس له نږدې دوه لسیزې وروسته وايي، ” نن د فبروري په لومړۍ نیټه یې خپل فعالیت پای ته ورساوه”. 

د کابل سرینا هوټل په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، “د دغه هوټل مدیریت د طالبانو د مالیې وزارت د هوټلونو دولتي شرکت HSOC ته سپارل شوی دی”.

دا هوټل په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د پراختیایي شبکې یوه برخه وه چې په ۲۰۰۵ کال کې یې فعالیت پیل کړ.

کابل سرینا هوټل په هېواد کې د نړیوالو مېلمنو د راجلبولو او بیا رغونې لپاره د افغانستان د هڅو یو سمبول ګڼل کیده او د تړل کېدو یې د هېواد د ګرځندوي پر صنعت او مېلمه پالنې د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وېبپاڼه کې راغلي، د دوی له بیا واکمنیدو وروسته د هوټلونو دولتي شرکت ۶ هوټلونه چې ۵ يې په کابل او یو په جلال اباد کې فعال کړي او د ملي او نړیوالو خدمتونو په وړاندې کولو سره یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او د طالبانو حکومت له بودجې سره یې هم د اساسي او غیر اساسي عایداتو له لارې مرسته کړې دي.

د یادونې وړ ده چې کابل سرینا هوټل په تېرو شلو کلونو کې د ګڼو نړیوالو مېلمنو او دولتي پلاوي کوربه وو.

وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل، له  دریو کلونو څخه په زياته موده کې، دا هوټل د لوړ پوړو بهرني چارواکو کوربه و او ویل کیږي چې یو شمیر نړیوال سازمانونو استازولۍ هم پکې ځای پر ځای شوي وې او د هغوی د کارکوونکو د اوسیدو ځای هم و.

 د کابل سرینا هوټل، د خپل فعالیت په دې موده کې، څو ځلې د  بریدونو هدف وګرځېد چې یو یې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۲۰مه د طالبانو برید و، چې د بهرنیانو او یو افغان خبریال په ګډون نهه کسان په کې ووژل شول.

 د هغه برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته او اعلان یې وکړ چې دوی په هوټل کې موجود بهرنيان په نښه کړي وو.