د کابل پولي تخنیک پوهنتون

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بنسټ ډبره د ۱۳۴۲ لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۱ مه په ۷۲ هکټاره ځمکه کې چې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې موقیعت لري، د کورنیو او بهرنیو پلاویو په شتون کې کېښودل شوه. هغه وخت یو انستیتیوت و، نو یوازې دوه پوهنځي یې درلودل چې د ساختماني انجنیرۍ او جیولوجي او معدن پوهنځیو څخه عبارت وو، خو اوس په دغه پوهنتون ګڼې تدریسي ودانۍ، لابراتوارونه، کتابتون، د محصلینو لیلیه، د استادانو د استوګنې لپاره ودانۍ، پر یوه وخت د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت طعام خوري، پر یوه وخت د ۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت جومات، سپورتي میدانونه او جمنازیوم، د کنفرانس تالار چې د ۱۰۰۰ تنو د ځایولو ظرفیت لري، ورکشاپونه او تفریحي ساحې پکې ابادې شوې دي.
د دغه پوهنتون ساختماني مواد او تجهیزات او د ودانولو ټول لګښت د پخواني شوروي اتحاد له خوا برابر شوي دي. د ودانولو چارې یې افغاني او د وخت شوروي اتحاد انجنیرانو او کارګرانو، په ګډه ترسره کړې دي. د درسي خونو او لابراتوارونو د ودانولو د بشپړېدو سره سم په ۱۳۴۶ لمريز کال کې لومړۍ دورې محصلینو پکې پر زده کړو پیل وکړ او په ۱۳۵۱ لمریز کال کې یې لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته د لېسانس په کچه وړاندې کړل. تر ۱۳۸۱ لمریز کال پورې دا پوهنتون د پولي تخنیک انستیتيوت په نوم یادېدو او وروسته یې نوم د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته واړول شو. تر ۱۳۵۹ لمریز کال پورې د دې موسسې فارغینو د لېسانس په کچه زده کړې تر سره کولې، خو له دې نېټې وروسته تر ۱۳۷۱ لمريز کال پورې یې فارغینو په انجینرۍ کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې سرته رسولې. په همدې دوره کې پکې د هېواد ملي کادرونه، په علمي – پیدا ګوژۍ کې د دوکتورا (PHD) تر کچې روزل کېدل. په دغه موده کې (۱۳۵۹-۱۳۷۱) په ټولیز ډول د ۲۰۰ تنو څخه ډېرو د دوکتورا تیزسونه دفاع کړي دي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپل تاسیس د لومړنیو کلونو څخه راپه دېخوا په هېواد کې د ستر علمي بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو په روزلو پېل کړی، چې فارغان یې د انجینرۍ په ټولو څانګو کې محسوس او د پام وړ دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ستونزو سره سره هڅه کړې چې تل د پرمختګ، پراختیا، او نوښت لپاره کمیت او کیفیت په پام کې ونیسي.
د کابل پولي تخنيک پوهنتون چارې په ۱۳۴۲کال کې پیل او له بشپړېدو سره سم په ۱۳۴۶ لمريز کال کې پکې لومړۍ دورې محصلینو په زده کړو پيل وکړ او په ۱۳۵۱ لمریز کال یې لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته د لېسانس په کچه وړاندې کړل. د کابل د پولي تخنیک پوهنتون رییس پوهنوال ډیپلوم انجنیر محمد سعید «کاکړ» وایي، پولي تخنیک پوهنتون په افغانستان کې یوازېنی پوهنتون دی، چې ټولې څانګې یې یوازې انجنیرۍ ته ځانګړې شوې دي.
د کاکړ په وینا پولي تخنیک پوهنتون اوس مهال اته پوهنځي او ۲۳ داسې ډیپارټمنټونه لري چې محصلین ترې په بېلا بېلو برخوکې د لېسانس په کچه فارغېږي. دغه راز دغه پوهنتون ۹ نور مرستندوی ډیپارټمنټونه لري چې له اړوندو ډیپارټمنټونو سره د کیمیا، فزیک او ریاضي په برخو کې محصلینو ته زده کړې ورکوي.
پوهنوال کاکړ د پولي تخنیک پوهنتون د اسانتیاوو په اړه وایي: «پولي تخنیک پوهنتون پخوا د افغانستان او سیمې په کچه یو قوي او له هر اړخه پر ځان بسیا پوهنتون و. د لېسانس، ماسټرۍ او ان دوکتورا په کچه یې محصلینو ته زده کړې ورکولې، لابراتوارونه او نور اړین وسایل مو درلودل. دغه راز مو په دې پوهنتون کې د بهرنیو هېوادونو محصلین هم درلودل چې خپلې زده کړې یې مخته وړلې».
کاکړ وایي، له بده مرغه کورنیو جګړو دغه پوهنتون ته سخته ضربه ورکړه، ودانۍ یې زیانمنې شوې، لابراتوارونه یې چور شول او شته امکانات یې ټول له لاسه ووتل.
پوهنوال کاکړ وایي، ژمن دی چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینونو، مقرراتو او لایحو په مراعاتولو او شته امکاناتو ته په کتو سره په هېواد کې د یو مخکښ انجنیري دولتي پوهنتون په توګه خپل ټول راتلونکي فعالیتونه داسې پر مخ بوځي، چې د خپل هېواد او راتلونکې په ګټه وي او ټولنې ته متخصص او په کار پوه کادرونه وړاندې کړي. نوموړی وایي، په وروستیو کلونو کې یې لږ تر لږه لس زره کسان د لېسانس په کچه فارغ کړي او لږ تر لږه ۵ زره کسان چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي، پکې پر زده کړو بوخت دي.
د کابل د پولي تخنیک پوهنتون رییس وایي، په اتیایمه لسیزه کې له پولي تخنیک پوهنتون څخه ټول محصلین د ماسټرۍ په کچه فارغېدل، خو له جنګ جګړو وروسته دغه لړۍ ودرېده، ځکه شته امکاناتو ته په کتو، دوی یوازې پر دې توانېدل، چې د لېسانس په کچه محصلین فارغ کړي، خو دی وایي د استادانو، حکومت، او مرسته کوونکو پر مټ دوی اوس توانېدلي چې یوازې په دریو برخو کې یو ځل بیا د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي چې تر اوسه پورې یې درې دورې فارغین هم ورکړي دي.
کاکړ وایي، هڅه یې دا ده چې د استادانو او محصلینو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم د ماسټرۍ او دوکتورا زمینه برابره کړي. د ده په وینا، چې تېر کال یې یو شمېر محصلین د قرغېزستان هېواد ته استولي هم دي او هلته پر زده کړو بوخت دي. دغه راز کله چې د لوړو زده کړو وزارت ورته سهمیه ورکړي، دوی پر شرایطو برابر استادان او محصلین بهر ته د زده کړو لپاره استوي چې اوس هم لږ تر لږه ۵۰ استادن په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچو زده کړې کوي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشر وایي، پخوا له خلکو سره داسې یوه نظریه موجوده وه چې د انجنیرۍ څانګې یوازې نارینه پر مخ بیولی شي او په ساختماني کارونو کې ونډه اخیستی شي، خو دی وایي له نېکه مرغه اوسمهال د ۵ زرو محصلینو په ډله کې یې ۶۵۰ نجونې دي، چې دوی په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوختې دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د ۲۷۰ پیاوړو استادانو له خوا تدریس کېږي چې په دغه برخه کې هم ځینې ښځینه استادانې پر دندو ګومارل شوې دي. دی وایي، پخوا یې د ځینوستونزو له کبله په دغه پوهنتون کې یو شمېر بهرني استادان د ابرسانۍ په برخه کې ګومارلی وو، تر څو محصلینو ته تدریس وکړي، خو اوس ټول تدریس کوونکي خپله افغاني استادان دي.
په نړۍ کې دود دا دی چې د انجنیرۍ په ټولو پوهنځیو کې باید د نویو شامل شویو محصلینو شمېره له دېرشو کسانو وا نه وړي، خو ښاغلی کاکړ وایي، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتوسره ، چې د انجنیرۍ په ټولو برخو کې موږ کسانو ته اړتیا لرو، نو هڅه کوو هر کال یو زیات شمېر محصلین جذب کړو. دی وایي سږ کال پولي تخنیک پوهنتون د ۱۲سوه په شاوخوا کې محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذب کړي دي.
کابل پولي تخنیک پوهنتون د نجونو او هلکانو لپاره بېلا بېلې او پر ټولو اړینو وسایلو سمبال لیلیې لري او د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم، هغه څه چې په مینو کې وي، محصلينو ته ورکول کېږي. دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون ډېری استادن خپله د پوهنتون په د ننه کې ‎په ځانګړو بلاکونو کې کورونه هم لري چې خپل ورځنی ژوند پکې مخ ته بیایي.
د کابل د پولي تخنیک پوهنتون رییس وایي، په پوهنتون کې د ننه او له پوهنتون څخه د باندې یې د محصلینو د ظرفیت لوړولو او کاري تجربې د تر لاسه کولو لپاره ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي دي. همدا راز یې له ځینو نورو موسسو او لویو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي، چې فارغ شویو محصلینو ته د کار زمینه برابره کړي، داسې چې هم کار وکړي هم پیسې وګټي او هم تجربې تر لاسه کړي.
کابل پولي تخنیک پوهنتون اوسمهال له ۱۲ بهرنیو پوهنتونونو سره اړیکه لري، تر څو د هغوی له تجربو ګټه واخلي او په هر اړخیزه توګه د دغو پوهنتونونو مرستې را جلب کړي او یا هم په دغو پوهنتونونو کې د محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. دغه پوهنتون اوسمهال د چین له یوه پوهنتون، د جرمني له یوه پوهنتون او دغه راز له ځینو نورو پوهنتونونو سره اړیکه لري. کاکړ وایي، هڅه یې دا ده چې دغه اړیکې نورې هم پراخې کړي او په راتلونکې کې له ګڼو نورو پرمختللو پوهنتونونو سره په اړیکه کې اوسي او له تجربو یې په دې برخه کې ګټه واخلي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کتابتون
په ۱۳۴۲ کال کې د پولي تخنیک د جوړېدو پر مهال د وخت حکومت د شوروي اتحاد په مرسته، دوې تدریسي ودانۍ، لابراتوارونه او یو کتابتون جوړ کړل. دغه کتابتون پر یو وخت د ۲۰۰ محصلینو لپاره ځای لري چې مطالعه پکې وکړي. په دغه کتابتون کې په پښتو، دري، روسي او انګرېزي ژبو لږ تر لږه ۸۰۰۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. له دغو کتابونو څخه محصلین او استادان په ورځني ډول ګټه اخلي او خپلې څېړنې کوي. همدا راز د نورو پوهنتونونو محصلین او استادان هم کولی شي دغه پوهنتون ته ورشي او له کتابتون څخه یې ګټه واخلي. دغه کتابتون تر ډېره تخنیکي دی او کتابونه یې هم ډېری د انجنیرۍ پوهنځیو اړوند دي. دغه راز د دغه کتابتون ډېری کتابونه په سافټ بڼه هم د لاسرسي وړ دي.
دی وایي هڅه یې د داسې لوړو زده کړو د یوه سيسټم رامنځته کول دي چې د کمیت او کیفیت له پلوه نه یوازې د افغانستان د پرمختګ اړتیاوو ته د نوي عصر له غوښتنو سره ځواب ورکوونکی وي، بلکې د سیمې او نړۍ د پوهنتونونو له اکاډمیکو معیارونو سره هم سیالي وکړای شي.
سرچینه: مسیر ورځپاڼه