کابل کې د حضرت ځاځی او ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ لوبه روانه ده

رنګین تجريدي ډیزاین

د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه لیکل شوي، چې د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ به په کابل کې د افغان لوبغاړو د دوه لوبډلو ترمنځ یوه لس اوریزه لوبه ترسره شي.
دغه لوبه د دوه لوبډلو رېډ یا سور او این پي ای ترمنځ ترسره کېږي.
د رېډ لوبډلې لوبډلمشر تکړه توپ وهونکی حضرت الله ځاځی دی او د این پي ای لوبډلې لوبډلمشر بیا غوره الراونډر ګلبدین نایب دی.
په دواړو لوبډلو کې ۲۶ لوبغاړي شامل دي، چې هره لوبډله د لوبډلمشر په ګډون دیارلس، دیارلس لوبغاړي لري.
د دواړو لوبډلو سکواډونه
رېډ لوبډله کې حضرت الله ځاځی لوبډلمشر دی، له ده سره نور لوبېدونکي لوبغاړي رحمن الله ګوربز، دروېش رسولي، شرف الدین اشرف، کریم صادق، نجیب ترکی، کریم جنت، افتاب عالم، وفادار مومند، وقار سلام خېل، حمزه هوتک، نوین الحق او محمدالله دي.
ښایي دا دیارلس، دیارلس لوبغاړي ولوبېږي.
این پي ای لوبډله
ګلبدین نایب لوبډلمشر، جاوېد احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتی، محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، افسر ځاځی، قېس احمد، ظاهرخان، نواز خان، سعید شېرزاد او یمین احمدزی شامل دي.
دا د افغان کرکټ بورډ له خوا یواځې یوه سیالي ده، چې د نوروز په خاطر ترسره کېږي.