د آی پي اېل سیالۍ ښایي په جولای کې ترسره شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

یاران سپورټس
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي چې ښایي د ۲۰۲۰ م کال آی پي اېل سیالۍ په جولای میاشت کې د بندو دروازو تر شا ترسره شي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې یا بي. سي. سي. آی دا خبره هم سل سلنه ډاډمنه نه ده، بلکې یوازې یې د اټکل له مخې دا خبره کړې ده.
د آی پي اېل په اړه تر اوسه ډېرې وړاندوینې شوې، چې پکې یې د لغوه کېدو تر امکانه هم اټکل شوی دی.
د مارچ له ۲۹ مې د اپریل ۱۵ مې نېټې ته یو ځل وځنډول شو، خو اوس دغې نېټې ته یوازې څلور ورځې پاتې دي، خو لا هم د کرونا د تهدید کچه لوړه ده او د هندوستان ښارونه قرنطین دي.
بل ځل سورف ګنګولي چې د هندوستان د کرکټ بورډ مشر دی، وویل چې ښایي د مې په لومړۍ نېټه آی  پي اېل پیل شي، خو یو ځل بیا نوموړي ویلي چې د جولای په میاشت کې به آی پي اېل ترسره کېږي، خو ننداره‌کوونکي به له نږدې نه ورځي او یوازې به لوبغاړي او اړوند کسان په لوبغالو کې موجود وي.
د ګنګولي په خبره کله چې د هندوستان حکومت قرنطین پای ته ورسوي، بیا به د جولای په میاشت کې د بندو دروازو تر شا د کرکټ لوبو ترسره کولو په تړاو ناسته ولري.
تر دې دمه د آی پي اېل ۱۲ پړاوونه پرته له کومې سترې ستونزې په بریا سره ترسره شوي دي، خو سږ کال یو الهي افت دغه سترې سوداګریزې لوبې له ستونزو سره مخ کړي او د برخلیک په اړه یې ډاډمنه پرېکړه هم نه ده شوې.
هندوستان کې اوس د کرونا ویروس له امله کاروبار پوره اغېزمن شوی، چې د دې ترڅنګ یې د آی پي اېل لوبې هم له بشپړ منفي اغېز سره مخ کړي دي.
په هندوستان کې د کرونا ویروس ۷ زره پېښې ثبت شوي، چې ۲۲۰ کسان یې مړه کړي دي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول مشر سورف ګنګولي حکومت څخه د لنډو ای پي اېل سیالیو غوښتنه هم کړې ده.
اوس ګنګولي د احتمال او اټکل له مخې ویلي، چې د آی پي اېل را روانې سیالۍ به په جولای کې د ننداره کوونکو په نشتون کې ترسره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.