ویسټ انډیز کې زیږیدلی ځوان د انګلستان په ملي لوبډله کې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ارچر چې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی او پلار یې انګلستانی دی، له اوږود انتظار وروسته یې ارمان پوره کېږي او د انګلستان په لوبډله کې شامل شو.
جوفرا ارچر چې اوس ۲۳ کاله عمر لري او د نړۍ په ټولو لیګونو کې لوبېږي؛ خورا خطرناک یارکر غورځوونکی توپ اچوونکی دی.
هغه اوس راجستان رویالز لوبډلې سره په آې پي ایل کې لوبېږي.
د انګستان لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي هغه به اوس د پاکستان خلاف سیریز کې ولوبېږي او که یې کارکرده ګي ښه وه؛ نو نړیوال جام کې به هم واخېستل شي.
جوفرا ارچر تر ۱۵۵ پورې سرعت سره توپ اچونه کولای شي او ډېره پورې په بلاک او یارکر بالونوکې مهارت لري.
انګلستان له پاکستان سره د می له اتمې د می تر ۱۹ مې نېټې پورې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لري، د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر وایي که ارچر د پاکستان خلاف ډېره ښه لوبه وکړه؛ نو نړیوال جام کې به یې ځای حتمي وي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې دوی به نړیوال جام ته خپله لوبډله د پاکستان د سیریز په پای کې اعلان کړي.
انګلستانۍ لوبډله اوسمهال په یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړي مقام کې ده او دا چې نړیوال جام په انګلستان کې دی، ډېره شونتیا شته چې اتلولي یوسي.
انګلستان له پاکستان سره یوه شل اوریزه او پنځه یو ورځنۍ لوبې لري دا لوبې د می په اتمه نېټه له نړیوال جام څخه وړاندې پېلېږي.
جوفرا ارچر تر اوسه پورې یوې ملي لوبډله کې هم نه دی لوبېدلی او اوس به یې ارمان د انګلستان په لوبډله کې ور پوره شي.
ارچر مخکې ویلي و، چې د ده ډېر ارمان دی، چې د خپل هېواد ( انګلستان) په لوبډله کې ولوبېږي.
جوفرا ارچر د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د راجستان، په بېګ باش سیالیو کې له هوبرټ هرېکېنز، د انګلستان په بلاسټ سیالیو، د بنګله دېش په سوداګریزو سیالیو او نورو نړیوالو لیګونو کې لوبېږي او د اخېستلو بازار یې خورا ګرم دی.