الراونډر کرېس ووکس: جوفرا ارچر د کرکټ نړۍ متاثره کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کرېس ووکس وایي، جوفرا ارچر نه یواځې دا چې خورا مناسب لوبغاړی دی، بلکې د کرکټ په نړۍ کې یې په خپلو اغېزناکو لوبو د کرکټ نړۍ متاثره کړې.
هغه وایي د جوفرا ارچر وړتیا دا ایجابوي، چې هغه باید په نړیوال جام کې د انګلستان په ګټه ولوبېږي.
جوفرا ارچر د پاکستان او ایرلېنډ خلاف یو ورځنیو لوبو لوبلړیو کې د انګلستان لپاره اخېستل کېږي او می میاشت کې به د ده دا ارمان پوره شي، چې د انګلستان په ملي لوبډله کې ولوبېږي.
څور ورځې وړاندې د انګلستاني لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي و، چې ارچر به د پاکستان خلاف لوبلړۍ کې ولوبوي.
د مورګن له قوله؛ که نوموړی په دغه سیریز کې ښه ولوبېږي؛ نو نړیوال جام لپاره به هم واخېستل شي.
کرېس ووکس ویلي د جوفرا ارچر په هکله به پرېکړه ډېره ستونزمنه وي، چې هغه نړیوال جام کې واخېستل شي.
ووکس وایي که ارچر اخلي باید یو تکړه لوبغاړی ورته کېنول شي.
د انګلستانۍ لوبډلې مشر روزونکي ټرېوُر بایلېس ویلي؛ د پاکستان او ایرلېنډ خلاف یو ورځنیو لوبو کې به ارچر اخېستل کېږي او ډېره موقع لري، چې نړیوال جام لپاره هم د انګلستان نوملړکې شامل شي.
Jofra Archer Brisbane Heat BBL07 الراونډر کرېس ووکس: جوفرا ارچر د کرکټ نړۍ متاثره کړې
د انګلستان بل کيڼ لاسی چټک بالر ډېوېډ وایلي هم وېره لري، که ارچر اخېستل کېږي؛ نو خامخا به بل لوبغاړی له نوملړ څخه د ده لپاره غورځول کېږي.
جوفرا ارچر نن سبا د نړۍ په سوداګریزو لیګونو په پنځو لوبغاړو کې شمار څېره ده او د نړۍ ډېری کرکټ مینه وال یې په خپله لوبه حیران کړي دي.
هغه د اسټرالیا په بېګ باش لیګ، د هندوستان په آې پي ایل لیګ، د بنګله دېش لیګ، د کارابین سوداګریز لیګ، د انګلستان په بلاسټ سیالیو او نورو لیګونو کې خورا مناسبه لوبه نندارې ته وړاندې کړې.
ارچر په ویسټ انډیز کې زیږېدلی او پلار یې د انګلستان اوسېدونکی دی، د کرېک بز وېب پاڼې په وېنا هغه اوس د انګلستان ویزه ترلاسه کړې او کولای شي، چې انګلستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي.
جوفرا ارچر ۲۴ کاله عمر لري او د ویسټ انډیز په باربادوس سیمه کې زېږېدلی دی.
د ارچر راتګ سر له اوسه ځېنې انګلستاني لوبغاړي اندېښمن کړي او هغوی په ځان وېرېږي، دوی وایي هسې نه چې د ارچر په راتګ سره دوی له لوبډلې وغورځول شي.
ارچر اوسمهال د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د راجستان لوبډلې په ګټه بوخت دی.
ارچر بیګا شپه د اپریل په ۱۶ مه نېټه د پنجاب خلاف لوبه کې په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.