د سریلنکا د پخواني کپټان فساد

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: بهار سمسور

سنت جیسوریا چې یو وخت د کریکټ د نړۍ پیاوړی لوبغاړی،د سریلنکا د لوبډلې لوبډلمشر و، په دې وروستیو کې پرې د فساد او مېچ فېکسېنګ ( لوبې جوړونې) تورونه پورې ول، خو د کریکټ نړیوالې شورا ورروسته له دې راپورونو خپریدو د ځانګړي ټيم پر مټ څيړنې پیل کړې.

د ای سي سي د فساد ضد څانګه وايي سنت جېسوریا هغه وخت چې د سریلنکایۍ لوبډلې مشر و په نړیوال جام کې يې له مېچ فکسرانو سره اړیکې نیولې او هم يې لوبغاړي هڅولي تر څو د پیسو په بدل کې لوبه حوړه کړي.

هغه وخت جیسوریا دغه تورونه رد کړل، خو ای سي سي تر څيړنو وروسته خبر خپور کړ چې د شواهدو پر بنیاد جیسوریا دا کار کړی دی.
د ای سي سي د فساد ضد) ( anti-corruption ادارې مدیر الېکس مرشل رسنیو ته ویلي: سنت جیسوریا د نړیوالې شورا ۲،۴،۶ او ۲،۴ ۷، کوډونه مات کړي.

((موږ له څيړنو وروسته ځينې ثیوتونه لرو هغه وخت جیسوریا ځينې لیدنې کړې، تلیفوني اړیکې يې نیولې او یو شمېر نور شواهد شته چې له مخې يې سنت جیسوریا مجرم ګڼل کیږي.))

له دې سره جیسوریا دوه کاله له هر ډول کریکټ څخه  bannedیا بند کړل شو چې هرشکل د نړیوالې شورا له کریکټي اړیکو، لوبو، قراردادونو محروم دی او دی د یو روزونکي په صفت له هیڅ یوې لوبډلې سره کار نه شي کولی.

جیسوریا پر خپل ټوېټر اکونټ لیکلي”

 زما د مینوالو لپاره: د کریکټ نړیوالې شورا زما په اړه تېروتنه کړې ،ما په دغه موضوع څو، څو ځلې له دوی سره خبرې کړې، خو زما په اړه دا تور دی او حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال نړیوالې شورا خبر ور کړی و چې د سریلنکا د کریکټ لوبډلې ځيني غړي او هم د بورډ کارمندان چې ۴۴ کسان کیږي په فساد کې ښکېل دي.

خو له یو کلن ځنډ وروسته لومړی ګزار پر سنت جیسوریا وشو.