امریکايي سناتوره: امریکا باید خپلې مرستې د ترهګرو د ملاتړ لپاره افغانستان ته ونه لیږي

د ننګرهار په جلال اباد کې د طالبانو یوه ډله

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار راپور ورکړی چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي،” دا پیسې د ملګروملتونو د هغو ادارو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د نړیوال بانک له خوا چې د افغانستان امانت صندوق اداره کوي، لګول شوې دي”.

په راپور کې راغلي،”دې مرستو که څه هم ښايي د قحطۍ یا د افغانستان د اقتصادي سقوط له مخنیوي سره مرسته کړې وي، خو په ورته حال کې یې طالبان د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو پر حقونو له تېري، د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله د افغانستان له بدلولو، د رسنیو له سانسور او د تېر نظام د سرتېرو له په نښه کولو نه دي راګرځولي”.

83D35F6D D5A6 4AA8 BD7E ADA7A048A582 w1023 r1 s امریکايي سناتوره: امریکا باید خپلې مرستې د ترهګرو د ملاتړ لپاره افغانستان ته ونه لیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو

بلخوا له ځلونو اندېښنو څرګندولو وروسته، دا ځل د امریکا ځینو سناتورانو د دغه هېواد کانګرس ته د “نړیوالو ترهګرو تمویل بندولو قانون” په نوم لایحه وړاندې کړې ده.

د دغې لایحې له وړاندیز کوونکو امریکایي سناتورې شیلي مورکاپیتو د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۳۰مه په خپله رسمي وېب پاڼه ویلي، دا لایحه چې د لسو سناتورانو لخوا تایید شوې، د تصویب په صورت کې یې، څو چې افغانستان لپاره ملګرو ملتونو سره د امریکا د مرستو په برخه کې چې چیرې لګول کېږي بشپړ روڼوالی موجود نه وي ، بندېږي.

نوموړې زیاته کړې، دغه طرحه کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتل شوي چې، کانګرس ته ډاډ ورکړي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې افغانستان ته د ملګرو ملتونو په نغدي مرستو کې شاملې نه دي او له دغو پیسو د طالبانو په ګډون نورې “ترهګرې ډلې” نه تمویلیږي.

د دغې امریکایي سناتورې پر رسمي وېب پاڼه د دې مطلب تر څنګ راغلي چې نوموړې ویلي،”د امریکا خلک د ترهګرۍ د تمویل لپاره د خپلې مالیې د ډالرو په ورکولو سره ملاتړ نه کوي”.

مېرمن کاپیتو ټینګار کړی، که ملګري ملتونه افغانستان کې د پیسو څارنه نشي کولای نو په خبره یې، باید دغه برخه کې پرې باور ونشي.

نوموړې زیاته کړې چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو حقونه اخیستي دي، هغه څه چې سیګار هم په خپل راپور کې پرې اندېښنه ښودلې ده.

که څه هم ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت لا د کانګرس د دې غړې د څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن د ادارې په مشرۍ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په ځلونو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې له افغانستان د بهرنیانو بشري مرستې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لارې په مستقیمه توګه تر اړمنو افغانانو رسېږي.

د یادونې ده چې دا لایحه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي د هغه اجرایوي فرمان وروسته وړاندې شوې، چې د ۹۰ ورځو لپاره یې ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولي دي.

خو خو څو ورځې مخکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر  مارکو روبیو وویل چې د افغانستان لپاره یې د ځینو روغتیایي خدمتونو، خوراکي توکو او ځینې نورو بشري مرستو لپاره استثناوې په پام کې نیولي دې.

د یادونې د افغانستان سره د مرستو په اړه دا ټولې څرګندونې داسې مهال دي چې په دغه هیواد کې بې وزلي ورځ بلې ته پراخېږي.

د همدې تیرې دسمبر میاشت په ورستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د اندېښنې په څرګندولو ویلي وو، چې سږ کال د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه چې د نفوس سمه نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.