د ټیک ټاک پاکستانۍ ستورې ته له جاپانه وړاندیز شوی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د ټیک ټاک اپلیکشن مشهوره، ځوانه او ښکلي ستورې ته چې اوس یې زیات لیدونکي او مینوال په خپلو ویډیو ګانو پيدا کړي، جاپان د کار کولو وړاندیز کړی.
د ټیک ټاک اپلیکشن ډېر وخت نه کیږي چې جوړ شوی خو د خلکو تر منځ مشهور او زیات کارونکي یې موندلي.
ټیک ټاک د نورو ټولنیزو رسنیو په شان د لویو لویو لیکنو او ویډیوګانو د پورته کېدو قابلیت نه لري، او نه څوک خوښوي چې دغه اپ ته ډېرې اوږدې ویډیوګاني پورته کړي.
دغه اپ یوازې لنډې ویډیوګاني پورته کوي چې شاوخوا ۳۰ ثانیې یا تر یوې دقیقي یې لویې ویډیوګاني وي.
ټیک ټاک ته د نورې نړۍ تر څنګ اوس په افغانستان او پاکستان کې هم ډېر کارونکي لري، چې زیاتره برخه یې نجوني دي.
دغه اپ ځکه ډېر لیدونکي پيدا کړي چې یوازې لنډې ویډیوګانو په پورته کولو خلکو ته تفریح ورکوي او یا هم لنډو ویډیوګانو په جوړولو سره لېدونکو ته بېلابېل پيغامونه رسوي.
خو اوس د ډیلي نیوز په نامه یوې اردو ویبپاڼې لیکلي چې جاپان د پاکستان مشهورې ټیک ټاک ستورې جنت میرزا ته د کار کولو وړاندیز کړی.
د معلوماتو له مخې جنت میرزا په دغه اپس کې پنځوس لکو څخه زیات فالورز لري له له دوه کروړه زیات لایکونه یې اخیستي.
دې ته جاپاني کمپنیو د اعلاناتو جوړولو او ماډلینګ په برخه کې د کار کولو وړاندیز کړی، دغه نجلۍ په پاکستان کې د اول مقام د ټیک ټاک ماډلي نوم هم لري.
جنت میرزا په پاکستان ښار فیصل اباد کې د پوهنتون محصله وه او اوس د زده کړو بشپړولو لپاره جاپان ته تللې ده.
خو نوموړې د ما‌ډلنګ نه په انکار سره ویلي چې غواړي خپلې پاتې زده کړې بشپړې کړي او وروسته به بیا خپل مسلک ژورنالیزم ته راګرځي.
دغې نجلۍ په ټیک ټاک کې ۲۲۴ ویډیوګانې پورته کړي چې زیاترو یې تر یو لک زیات لایکونه اخیستي، د ټیک ټاک په تړاو یې ویلي چې دا یې شوق دی او یوه ښه مصروفیت هم