جان ابراهم او عمران هاشمي لومړی ځل سره یوځای کار کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندي سینما دوه مشهور فلم ستوري او نوموتې څهرې عمران هاشمي او جان ابراهم د لومړي ځل لپاره د یوه بل سره یوځای په یوه فلم کې راڅرګندیږي.
دواړه په خپل اوږده لوبیز ژوند کې چې تقریبا تر پنځلس کال رسیږي د لومړی ځل لپاره سره جوړه کار کولو ته زړه ښه کوي.
تر اوسه دوی په هیڅ یو فلم کې سره یوځای کار نه دی کړی.
د ډان نیوز د خبر له مخې دا دواړه فلم ستوري به ډېر د مشهور فلم لارښود سنجي ګپتا په فلم کې راښکاره شي.
د فلم د کیسې په تړاو ویل کیږي چې د دغه فلم کیسه د یوې مشهورې جرمې ډلې پر فعالیتونو راڅرخي.
هندي رسنۍ وایې چې د فلم لارښود سنجي ګپتا خوښ دی چې یې فلم کې عمران هاشمي هم انتخاب کړی او نوموړي منلې ده.
د سنجي له خولې په رپوټ کې ویل شوي، چې د جان ابراهم سره دا دریم فلم دی خو عمران هاشمي سره پر کار کولو زیات خوښ دی، د ده په خبره؛ همېشه یې غوښتل چې د نوموړي سره یوځای کار وکړي.

دغه فلم لارښود سنجي ګپتا او فلم ستوري جان ابراهم په فلم (شوټ اوټ ایټ وډالا) او (زنده) فلمونو کې سره یوځای کار کړی او همکاران پاتې شوي دي.
رپوټ کې ویل شوي چې په هندي سینما یا بالیوډ کې د ۱۵ کلونو له تېرولو وروسته جان ابراهم او عمران هاشمي لومړي ځل یو بل سره همکاران کیږي.
د دغه فلم د کیسې په تړاو ویل شوي چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلنو د وخت یاد تازه کوي.
د دغه فلم نوم او عنوان لا تر اوسه نه دي روښانه شوي.
خو ویل شوي چې د فلم تولید یا پروډکشن چارې به یې ټي سیریز مخته یوسي په داسې حال کې چط د وایټ فیدر کمپنۍ د بینر لرونکی به وی.