ژباړه: حمیدالله حمیدي
موږ ټول د نویو جامو اغوستو او اخیستو مینان یوو!
نوې جامې له ګونځو منځو پرته او د ځانګړې ښکلا او ځلا په درلودو سره زموږ پام ور اړوي او اړ کېږو، چې ویې پېرو. د کوم دلیل له مخې باید نوې اخیستل شوې جامې له اغوستو مخکې ومینځو؟ په لومړي سر کې د نویو جامو مینځل کېدای شي، د جامو د ګونځې کېدو، خیرنېدو او د ځلا د له منځه تلو لامل شي او هغه لومړنۍ ښکلا ونه لري. دا هغه څه دي، چې موږ له اغوستو مخکې د نویو جامو له مینځلو لاس په سر کوي.
ولې نوې اخیستل شوې جامې له اغوستو مخکې ومینځو؟
له اغوستو مخکې د نویو جامو د مینځلو لپاره ځینې دلیلونه شته، بیا په ځانګړې ډول د هغه جامو لپاره، چې له نورو جامو لاندې اغوستل کېږي او له پوستکي سره مو مستقیم تماس لري.
له اغوستو مخکې د نویو جامو د مینځلو لپاره یو دلیل دا دی، چې اضافي رنګونه هغه چې لا هم پر جامو پاتې دي او کېدای شي نورو جامو ته د رنګ ورکولو او یا هم ستاسو د پوستکي د حساسیت لامل شي. نو که له اغوستو مخکې نوې جامې ومینځئ، د دې ستونزې مخنیوی به مو کړی وي. د ډېر وجامو د رنګولو لپاره له مصنوعي رنګونو لکه (پلي سټر اکرالیک او یا باازو انیلین) څخه کار اخیستل کېږي، چې دغه ډول رنګونه په ځینو کسانو په تېره بیا ماشومانو کې د حساسیت لامل کېږي. او شدید حساسیت بیا کله کله د مسمومیت لامل کېدای هم شي، خو که حساسیت ډېر جدي نه وی بیا یوازې د پوستکي د خارښت امکان شته.
تر ټولو مهمه خبره چې باید نوې جامې تر اغوستو مخکې ومینځئ دا ده، هغه ماده چې د مغازې واله یې د کالیو د ځلا لپاره کاروي او د پوستکي لپاره مضر دی له منځه ځي. دغه ماده د (فرمالدئید) په نوم یادېږي. فرمالدئید داسې جوړ شوي، چې تکې ته زیان نه رسوي، خو د انسان پوستکی بیا ورسره حساسیت پیدا کوي.
(فرمالدئید) هغه ماده چې تر ډېره په هغه کالیو وهل کېږي، چې له یوه لرې هېواد څخه نورو هېوادونو ته صادرېږي، دا چې پر دې اوږده لار پر صادرو شویو کالیو باندې ډېر وخت وځي، له ګرمې او یخې هوا تیرېږي، نو دغه ماده یې ساتنه کوي. بوی یې ډېر تند او ان کله کله په یو ځل مینځلو هم نه پاکېږي، باید د کالیو مینځلو له پوډر څخه ورته کار واخیستل شي.
د ماشومانو کالي، په تېره بیا د نویو زېږدلو ماشومان کالي ارو مرو له ور اغوستو مخکې ومینځئ. د ماشومانو د کالیو مینځلو لپاره له ځانګړو مینځونکو موادو کار واخلئ، داسې چې ښه بوی ولري. ځکه د ماشوم کالي ژر خوله کوي، مخ یې پټ وي، نو باید داسې بوی وي چې ماشوم ور سره خوښ وي. نن سبا په بازار کې د ماشومانو لپاره ځانګړي مینځونکي مواد لکه صابون، شامپو او د بدن غوړ پلورل کېږي، بوی یې خوندور او د هېڅ ډول حساسیت او ناروغۍ لامل نه کېږي.
د دویم لاس جامو مینځل هم ضروري دي؟
د دویم یا درېیم لاس جامو مینځل هم له اغوستو مخکې ضروري دي، ځکه له یوې خوا به مو د خپلې روغتیا ضمانت کړی وي او له بلې خوا به مو یې زړه ومني او هغه څه چې زړه یې ومني کارول یې خوندور کېږي. که څه هم دغه ډول کالي مخکې له دې چې د پلور لپاره تیار شي مینځل کېږي، خو که یې تاسو له اغوستو مخکې ومینځئ، خپلې روغتیا ته به مو مو پام کړی وي.
هغه جامې چې نوې مو اخیستې دي که په زیاته پیمانه د عطرو او مینځونکو موادو بوی ورکوي، نو ښه ده چې یو ځل یې ومینځئ، که یې له مینځلو سره هم بوی له منځه نه ځي نو بیا یې د یو څه وخت لپاره په ازاده هوا کې وځړوئ او لمر ته یې هوارې کړئ تر څو یې بوی په کامله توګه له منځه ولاړ شي.