د اسکاټلنډي جیمز مک آووی پېژندنه؛ د ژوند رنګونه یې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
راټولوونه: مریم صدیقي

پوره نوم یې جیمز مک آووی دی، او په ۱۹۷۹ کي د اسکاتلند په پورت گلاسکو کې زیږیدلی دی، چې اوس یې عمر د ۴۱ کالو دی.

مور يي نرسه وه، او د جیمز له پلار څخه یې هغه وخت طلاق واخیست، کله چې دئ د ۷ کالو وو نو دي یې مور ته ورکړ، موریې چې ناروغه وه د ده پالنه یې نه شو کولی نو دی یې د خپل نيکه کره واستوه.

جيمز هلته را غټ او ځوان شو د پوهنتون سره یې په يو هوټل کي هم کار کوه، چې وروسته یې دوه کاله د اکټينک مکتب ولوست.

جميز واده کړي دي. او يو لس کلن زوی لري، او د خپلې مېرمنې څخه یې په ۲۰۱۶ کې طلاق واخیست.

Image result for جیمز مک آووی

جميز د فوټبال مينوال دی.او د دې سربېره نوموړی دوه خيريه بنسټونه هم لري. او له بېوزلو سره هم ډيرې مرستې کړي دي .ډير مکتبونه یې جوړ کړي. جميز پر فلم ۷ میليونه ډالره معاش اخلي. او ټوټل سرمایه یې ۹۰ میلیونه ډالره ده.

لومړنی رول یې يو سيډ رول وه. او (Wimbledon) يي بيا پر بوکس افيس کې وه، چې کمال یې وکړ (The Chronicles of Narnia) یې هم بل فلم ده.

او وروسته په ۲۰۰۷ کی The Last King of Scotland فلم کې کار وکړ، چې هم بلاک باسټر او اوارډ ته لاره پيدا کړه.په ۲۰۰۸ کې یې بیا په (Atonement) فلم کې کار وکړ،چي ښه فلم وه، او په ۲۰۰۸ کال کې یې د خپل مسلک تر ټولو لوی فلم کې ورکړ (wanted) د جیمز ترټولو غوره فلم ده، پکې کار وکړ.

په ۲۰۱۱ کي يي په (ايکس مين) فلم کي کار وکړ د پروفيسور په رول کې و، او رول یې لاځواب وه. په ۲۰۱۴ کې یې يو ځل بيا په ايکس مين بله حصه کې د پروفيسور رول وکړ.

Image result for جیمز مک آووی

په ۲۰۱۶ کې يو ځل بيا په ايکس مين کي او په ۲۰۱۶ کې یې په سپليټ کې رول اداکاري وکړ، چي د مينوالو ډير وستايل شو.په ۲۰۱۷ کې په اټومېټک بلونډ کې رول و، چې فلم سوپر هيټ و.

په ۲۰۱۹ کې یې په (ګلاس ايکس مين) او (ايټ چيپټر ۲) کې رولونه ادا کړه، چې د ده دپاره يو غوره کال و. جميز اوس داسې کوم فلم په لاس کې نه لري چې اکيټنک پکې وکړي.خو ډير غواړي چې د (وانټيډ) دوهمه حصه جوړه کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.