په هندوستان کې د پنځوس زره کلن جهيل د اوبو رنګ ګلابي شوی دی

رنګین تجريدي ډیزاین
خبريال: مدثر دعوت

د هندوستان په مهارشترا کې د يو تاريخي جهيل د اوبو رنګ ګلابي ته اوښتی دی.
په تېرو څو ورځو کې د لونر په نوم جهيل چې پنځوس زره کلن تاريخي قدامت لري، د اوبو رنګ يې ګلابي شوى، خو کار پوهان لا نه پوهېږي چې ولې.
83474643 128456472223706 3703117007724414234 o په هندوستان کې د پنځوس زره کلن جهيل د اوبو رنګ ګلابي شوی دی
کارپوهان په دې باور دي، چې د جهيل دا بدلون ممکن اوبو کې د مالګې د ډېرېدو يا هم په اوبو کې، د اوبړيو د شتون په خاطر وي. ياهم امکان لري چې د مالګې او اوبو د ترکيب له امله دا تغير رامنځته شوی وي، لکه د اوتا په نوم لوی مالګين جهيل يا هم په اسټراليا کې د هيليير په نوم د تروو اوبو جهيل.
ځايي جيلوجيست ګاجانان خارات په دې اړه يوې ويډيو کې ويلي چې دا ډول پېښه مخکې هم شوې وه، خو دومره مشهوره شوې نه وه.
103735252 128456495557037 8202837450869062645 o په هندوستان کې د پنځوس زره کلن جهيل د اوبو رنګ ګلابي شوی دی
ګاجانان وايي:

سږکال به دا جهيل په ځانګړې سور ښکاري ځکه سږکال د اوبو مالګه تربل هر وخت ډېره شوې، په جهيل کې اوبه لږ شوي او جهيل هم کښته شوی، نو د مالګې کچه يې زياته شوېده ځکه د داخلې بدلونونو لامل شوی دی.

خارات وويل چې څېړونکي په دې اړه څېړنه کوي، چې د اوبړيو ډېرښت د اوبو رنګ بدل کړى که نه. د ده په خبره ځينې نمونې لابراتوار ته لېږل شوي او د دوی تر مطالعې وروسته به موږ ووايو چې د بدلون لامل څه دی؟
د (سي.ان.ان) د معلوماتو له مخې دا جهيل د ممبيي په ۵۰۰ کيلو مټرۍ کې موقعيت لري، چې پنځوس زره کلونه وړاندې پر ځمکه د آسماني کاڼي د لويدلو په پايله کې رامنځته شوی دی.
ياونه: د ځمکې طبيعي لويې ژورې چې له اوبو څخه ډکې شوې وي او څلورو خواوو ته يې وچه وي، د جهيل په نامه يادېږي. همدارنګه د اوبو د خوند له پلوه د ځينو جهيلونو اوبه مالګينې او د يو شمېر نورو بيا خوږې او رڼې وي.