جهاني: مه ناوخته کوئ! چي اوس هم ډېر ناوخته دی او د زمان له کاروان څخه ډېر شاته پاته یو!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير او نامتو شاعر عبدالباري جهاني د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين سره ټليفوني خبري کړي.

جهاني له خلکو غوښتنه کړې چې منظور پښتين يوازې پرې نه ږدي، په هر ډول سخت حالت کې يې تر شا ودرېږي او د فرصت څخه استفاده وکړي.

نوموړی پر خپل فيسبوک پاڼې ليکي:

((درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار

بله هیڅ لیدله نه شي په دا مینځ کښي

یا مغل له منځه ورک یا پښتون خوار

اولسونه چه سند وبله وکا

بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

زما لپاره د ویاړ ځای دی چي د پښتنون کهول د ځوان مشر منظور پښتین سره مي، چي زه یې د لراوبر افغان لپاره د حق متعال (ج) د پېړیو پېړیو تحفه بولم، ټلیفوني خبري وسوې؛ او خدای ته امید لرم چي د پښتانه د دې زړه ور بچي سره به مي په ژوند کي کله لیدل هم وسي.

د پښتنو د یوه سپین ږیري خدمتګار په حیث مي له ټول لر او بر پښتنو څخه هیله ده چي دا تاریخي فرصت له لاسه مه ورکوئ. دا نېکمرغي هر وخت قوم ته په لاس نه ورځي.

دې د زمان توپانونو وهلي، نفاق ځپلي او ورور وژلي قوم ته خدای تعالی له مودو مودو

وروسته یو زړه وربچی ورکړ. د دې مظلومو اولسونو په خاط، تر خپلو شخصي

خودخواهیو تېر سئ. د هغه چیغه په ټولو بدرګه کړئ. د هغه تر بیرغ لاندي راټول سئ. د

هغه د دښمنانو په تبلغیاتو مه غولیږئ. د پښتنو په ټول تاریخ کي د دې قام د ټولو بدمرغیو او د ټولو ګټلو میدانونو د بایللو اصلي او یوازینی علت د دوی بې اتفاقي، پر خپلو ځانونو مینتوب او جهالت دی. پښتنو په خپل تاریخ کي د خوشحال خان، پاچاخان، خان عبدالصمد خان په څېر مشران یوازي پرېښودل او په نتیجه کي یې هر څه له لاسه ورکړل. که ځوانان یاست که زاړه یاست که د لر او که د بر یاست د ځوان رهبر منظور پښتین تر شا ودرېږئ.

دا ستاسي د نېکمرغۍ، خپلواکۍ او روښاني راتلونکي یوازینۍ لاره ده. که مو دا اوسنی

فرصت، خدای مه کړه، له لاسه ورکړ بیا نو معلومه نه ده چي د زمانې مور به کله پر تاسي باندي د منظور پښتین په څېر بچی پېرزو کړي. مه ناوخته کوئ! چي اوس هم ډېر ناوخته دئ او د زمان له کاروان څخه ډېر شاته پاته یو.

هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده

اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

که توفیق د اتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان.

عبدالباري جهاني))